Home » سیمه او نړی » امريکا په پاکستان کې د خپلو اتباعو پر تګ راتګ محدوديت لګولی
USA

امريکا په پاکستان کې د خپلو اتباعو پر تګ راتګ محدوديت لګولی

په پاکستان کې د امریکا سفارت د احتمالي لاریونونو له امله د خپلو کارکوونکو پر تګ راتګ لنډمهاله محدودیتونه لګولي دي. د سفارت په وینا، د مارچ تر ۱۵مې پورې به د امریکا د سفارت او قونسلګریو امریکايي کارکوونکي له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه کوي، ځکه چې د لویو غونډو، ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې او د مخابراتي شبکو د احتمالي اختلال امکان شته.
د امریکا سفارت همداراز د مارچ تر شلمې د کډوالۍ او غیر مهاجرتي ویزو لپاره ټول له مخکې پلان شوي وختونه لغوه کړي او ویلي یې دي چې اغېزمنو کسانو ته به لارښوونې د ایمیل له لارې ولیږل شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا سفارت دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د ایران پر وړاندې د برید او د ایران د مخکیني رهبر علي خامنه يي د وژل کېدو په غبرګون کې، د مارچ په لومړۍ نېټه قهرجنو شیعه مظاهره‌چیانو په کراچۍ کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، چې په پايله کې د قونسلګرۍ امنیتي ساتونکو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ...