Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه: ۴.۱ میلیونه خلک د جګړې او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه شوي دي
ملګري ملتونه

ملګري ملتونه: ۴.۱ میلیونه خلک د جګړې او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، استيفين دوجاريک، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له قوله ویلي، چې د تاوتریخوالو او جګړې د زیاتېدو له امله په افغانستان، ایران، لبنان او پاکستان کې تر ۴.۱ میلیونو زیات کسان بې‌ځایه شوي دي او میلیونونه خلک اړ شوي چې خپل کورونه پريږدي اوشاوخوا ۱۱۷ زره نور کسان اړ شوي چې د ځان ژغورنې لپاره له خپل هېواد څخه بهر بل هېواد ته پناه يوسي.

معلومات ښيي چې د تاوتریخوالو او جګړو پراخوالی د ګڼ شمېر خلکو د ژوند، سرپناه او امنیت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

نوموړي همداراز ويلي؛دا بې‌ځایه کېدل نه یوازې اقتصادي او ټولنیز فشارونه رامنځته کوي، بلکې د رواني روغتیا ستونزې هم زیاتوي، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ښځو او زاړه خلکو لپاره. د ملګرو ملتونو ادارې، په ځانګړي توګه UNHCR، هڅه کوي چې بې‌ځایه شویو خلکو ته بیړني بشري مرستې، سرپناه، خوراک او روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو همداراز ټینګار کړی چې نړیواله همکاري او د بشري مرستو په چټک رسولو سره د دې بحران اغېزې کمېدای شي. هغه زياته کړې چې اړونده هېوادونه باید بشري حقونه رعایت کړي، ملکي خلک خوندي وساتي او د پناه غوښتونکو د ساتنې نړیوال معیارونه عملي کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ...