Home » افغانستان » په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت د خُلم ولسوالۍ په لاره د ۵۸۰ موټر د چپه‌کېدو له امله ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمت الله رحماني ویلي چې دا پېښه نن سهار (سه شنبه) «کفتر خانه» سیمې اړوند شوې چې پکې۳ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا په پېښه کې د نارینه‌وو ترڅنګ ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نن د هېواد په ١٥ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...