Home » سیمه او نړی » له مصر او اسراییل پرته امریکا له ټولو هېوادونو سره بهرنۍ مرستې بندې کړې

له مصر او اسراییل پرته امریکا له ټولو هېوادونو سره بهرنۍ مرستې بندې کړې

متحده ایالاتو جمعه (د سلواغې پنځمه) مصر او اسراییلو ته د خوراکي توکو او نظامي بودیجې پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو مرستې بندې کړې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په یو یاداشت کې ددغه وزارت کارکوونکو ته ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجنډا سره سم هېڅ نوې مالي مرستې باید ونه شي او نه هم د پخوانیو مرستو موده تمدید شي.

د هغه په وینا، چې د نویو او پخوانیو مرستو د ارزیابۍ او منل کېدو پروسې تر بشپړېدو پورې به دا مرستې بندې وي.

ډونالډ ټرامپ د امریکا د ولسمشر په توګه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ، د بهرنیو پراختیایي مرستو د ۹۰ ورځو لپاره د بندولو امر وکړ ترڅو د هغه له بهرني سیاست سره د اغیزمنتوب او همغږۍ لپاره بیاکتنه وشي.

دا پراخ حکم د اوکراین په ګډون نورو هېوادونو ته د متحده ایالاتو ټولې پراختیایي او پوځي مرستې اغیزمنوي. تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر، جو بایډن پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې له کي‌یف سره په ملیارډونو ډالر پوځي مرسته کړې ده.


شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...