متحده ایالاتو جمعه (د سلواغې پنځمه) مصر او اسراییلو ته د خوراکي توکو او نظامي بودیجې پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو مرستې بندې کړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په یو یاداشت کې ددغه وزارت کارکوونکو ته ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجنډا سره سم هېڅ نوې مالي مرستې باید ونه شي او نه هم د پخوانیو مرستو موده تمدید شي.
د هغه په وینا، چې د نویو او پخوانیو مرستو د ارزیابۍ او منل کېدو پروسې تر بشپړېدو پورې به دا مرستې بندې وي.
ډونالډ ټرامپ د امریکا د ولسمشر په توګه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ، د بهرنیو پراختیایي مرستو د ۹۰ ورځو لپاره د بندولو امر وکړ ترڅو د هغه له بهرني سیاست سره د اغیزمنتوب او همغږۍ لپاره بیاکتنه وشي.
دا پراخ حکم د اوکراین په ګډون نورو هېوادونو ته د متحده ایالاتو ټولې پراختیایي او پوځي مرستې اغیزمنوي. تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر، جو بایډن پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې له کيیف سره په ملیارډونو ډالر پوځي مرسته کړې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس