Home » افغانستان » افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شوي

افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شوي

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په عملي توګه جریان لري.

نوموړي د یادې پيل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې په افغانستان کې یې څو سلنه چارې بشپړې شوي دي.

د ټاپي پروژې تړون د ١٣٩۴ لمريز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د پخوانيو حکومتونو د مشرانو ترمنځ لاسليک شوى و.

ټاپي پروژه د هیواد یوه له مهمو پروژو ګڼل کیږي چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د ګازو د دې نل لیکې اوږدوالی يو زرو ۸۱۴ کیلومتره اټکل شوی، چې ۸۱۶ کیلومتره به یې له افغانستانه تېرېږي او دغه راز د ګازو دغه نل ليکه به په کلني ډول د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...