د افغان او متحده عربی اماراتو ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې سیالې متحده عربي اماراتو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره په ۳۶،۳ اورونو کې د ۸۹ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ اچوونکو کې نصیرخان معروف خېل درې، عبدالعزیزخان، روح الله عرب او خاطرخان ستانکزي هر یوه دوه -دوه ویکټې او نظیف الله امیري یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبې دویمه پاڼۍ به څو شېبې وروسته پیل شي چې افغان لوبډله به د ټاکل شوي هدف د پوره کولو په موخه په ترتیب سره لوبغالي ته ښکته شي.
کرکټ بورډ وايي، دغه درې اړخیزې سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس