Home » افغانستان » د متحده عربي اماراتو کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې افغان لوبډلې د ۸۹ منډو هدف وټاکه

د متحده عربي اماراتو کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې افغان لوبډلې د ۸۹ منډو هدف وټاکه

د افغان او متحده عربی اماراتو ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې سیالې متحده عربي اماراتو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره په ۳۶،۳ اورونو کې د ۸۹ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ اچوونکو کې نصیرخان معروف خېل درې، عبدالعزیزخان، روح الله عرب او خاطرخان ستانکزي هر یوه دوه -دوه ویکټې او نظیف الله امیري یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې دویمه پاڼۍ به څو شېبې وروسته پیل شي چې افغان لوبډله به د ټاکل شوي هدف د پوره کولو په موخه په ترتیب سره لوبغالي ته ښکته شي.

کرکټ بورډ وايي، دغه درې اړخیزې سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...