ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د وروستۍ سیالۍ لپاره د بنګله دېش پر وړاندې لوبه ترسره کړي.
دا وروستۍ او برخلیک ټاکونکې سیالي نن(سه شنبې، د لړم۲۱مه)د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ نیمې بجې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره کېږي.
تر دې دمه دواړو لوبډلو د یوې-یوې لوبې په ګټلو سره د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ مساوي شوې ده او نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.
د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر او بنګلهدېش په دویمې لوبې کې د ۶۸ منډو په توپیر سیالۍ ګټلې وې.
افغان کرکټ ملي لوبډله به له دې سیالیو وروسته د څو لوبلړیو په موخه د زمبابوې هېواد ته سفر وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس