Home » افغانستان » افغان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې درېمه وروستۍ سیالۍ کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې درېمه وروستۍ سیالۍ کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د وروستۍ سیالۍ لپاره د بنګله دېش پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

دا وروستۍ او برخلیک ټاکونکې سیالي نن(سه شنبې، د لړم۲۱مه)د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ نیمې بجې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره کېږي.

تر دې دمه دواړو لوبډلو د یوې-یوې لوبې په ګټلو ‏سره د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ مساوي شوې ده او نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر او بنګله‌دېش په دویمې لوبې کې د ۶۸ منډو په توپیر سیالۍ ګټلې وې.

افغان کرکټ ملي لوبډله به له دې سیالیو وروسته د څو لوبلړیو په موخه د زمبابوې هېواد ته سفر وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...