روسیي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د«برېکس سرمشریزې» په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي ګوټېرېش سره وګوري.
د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف(دوشنبه،د تلې۳۰مه)له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پوتین به د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره دا کتنه د سرمشریزې په یوه څنډه کې وکړي.
پوتین داسې مهال د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ګوري چې ګوټېرېش تل د مسکو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، پر اوکراین کې د روسیې اوسنی عملیات د نړۍ لپاره ناوړه پایلې ولري.
ټاکل شوې چې د«برېکس سرمشریزه»نن(سه شنبه،د لړم لومړۍ)پیل شي او تر بنجشنبې ورځې به دوام وکړي.
په دې سرمشریزه کې له روسیې سربېره د برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو مشران ګډون کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس