Home » سیمه او نړی » پوتین د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ګوري

پوتین د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ګوري

روسیي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د«برېکس سرمشریزې» په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي ګوټېرېش سره وګوري.

د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف(دوشنبه،د تلې۳۰مه)له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پوتین به د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره دا کتنه د سرمشریزې په یوه څنډه کې وکړي.

پوتین داسې مهال د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ګوري چې ګوټېرېش تل د مسکو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، پر اوکراین کې د روسیې اوسنی عملیات د نړۍ لپاره ناوړه پایلې ولري.

ټاکل شوې چې د«برېکس سرمشریزه»نن(سه شنبه،د لړم لومړۍ)پیل شي او تر بنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

په دې سرمشریزه کې له روسیې سربېره د برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو مشران ګډون کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...