پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د کراچۍ هوایي ډګر تر څېرمه تېره شپه په یوه برید کې درې چینایي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، دا چاودنه یو هدفي برید و او د یو ټانکر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوی، چې پرمهال یې دوه چینایي انجينیران وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
بلخوا په اسلام اباد کې د چین سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې، چې دوه چینايي وګړي د کراچۍ هوايي ډګر مخې ته د تېرې شپې په برید کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
خبرپاڼه کې چینایي چارواکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي څو دغه برید وڅېړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.
د یاد برید مسولیت د «بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلې» منلی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې دوه چنیایي انجینیران وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر چینایي وګړو بریدونه زیات شوي او د چین حکومت اندېښنې یې راپارولي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس