Home » سیمه او نړی » د کراچۍ هوایي ډګر ته څېرمه چاودنه کې دوه چینیان ووژل شول

د کراچۍ هوایي ډګر ته څېرمه چاودنه کې دوه چینیان ووژل شول

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د کراچۍ هوایي ډګر تر څېرمه تېره شپه په یوه برید کې درې چینایي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، دا چاودنه یو هدفي برید و او د یو ټانکر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوی، چې پرمهال یې دوه چینایي انجينیران وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

بلخوا په اسلام اباد کې د چین سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې، چې دوه چینايي وګړي د کراچۍ هوايي ډګر مخې ته د تېرې شپې په برید کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

خبرپاڼه کې چینایي چارواکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي څو دغه برید وڅېړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

د یاد برید مسولیت د «بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلې» منلی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې دوه چنیایي انجینیران وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر چینایي وګړو بریدونه زیات شوي او د چین حکومت اندېښنې یې راپارولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...