د سره صلیب مشر، الکساندر میتیو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر سره د کتنې پر مهال ویلي، چې دوی د ا.ا له ټولو ادارو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي چې دا اړیکې لا پراخه کړي.
الکساندر همداراز ویلي چې په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو را اېستل پت افغانستان کې پر بشري حالت ناوړه اغېزه کوي او په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، له موږ څخه د ا.ا ملاتړ کولای شي چې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
له بلې خوا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یو شمېر ولایتونو کې د سره صلیب لخوا له روغتونونو سره د مرستو د بیا پیل غوښتنه وکړه ویې ویل، چې ا.ا د بشري مرستو رسولو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره همکار دی.