Home » اړیکی » سره صلیب له افغانستان سره د مرستو زیاتيدو خبر ورکړی

سره صلیب له افغانستان سره د مرستو زیاتيدو خبر ورکړی

د سره صلیب مشر، الکساندر میتیو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر سره د کتنې پر مهال ویلي، چې دوی د ا.ا له ټولو ادارو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي چې دا اړیکې لا پراخه کړي.

الکساندر همداراز ویلي چې په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو را اېستل پت افغانستان کې پر بشري حالت ناوړه اغېزه کوي او په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، له موږ څخه د ا.ا ملاتړ کولای شي چې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

له بلې خوا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یو شمېر ولایتونو کې د سره صلیب لخوا له روغتونونو سره د مرستو د بیا پیل غوښتنه وکړه ویې ویل، چې ا.ا د بشري مرستو رسولو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره همکار دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د تخار – بدخشان لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې

د بدخشان مسوولینو د سیلابونو ...