د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې پنجشیر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونونه تثبیت شوي او تر دې دمه د څه باندې ۳ میلیونه ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یاد ولایت نږدې ۴۷ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د یاد وزارت شمېرې ښيي چې دومره اندازه زمرد لږ تر لږه د ۱۴ دواطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو همدا راز ویلي، چې تر دې دمه یې د زمردو د ایستنې لپاره ۵۵۰ شرکتونو ته کاري جوازونه ورکړي دي.
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي وو چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې پاکستان، چین، ازبیکستان، سویس، متحده عربي امارات او المان هېوادونو ته صادرې شوې دي.