Home » فرهنګی او ټولنیز » د بادرنګو (۸) روغتيايي ګټې

د بادرنګو (۸) روغتيايي ګټې

۱ ـ که مو مخ ګونځې (غونځې) وي يا لکې او داغونه لري، بادرنګ ګرد ګرد غوڅ کړئ او پر مخ يې و موږئ. نیم ساعت وروسته مو مخ ومينځئ. بادرنګ فاتو شيميايي مواد لري چې، د پوست ګونځې (غونځې) له منځه وړي.

۲ ـ بادرنګ پوست ځوانوي، بادرنګ چې ۹۵٪ له اوبو تشکيل شوي خوراک يې د پوست د ځوانېدو او تازګي لامل کيږي، بهتره ده چې اوبه يې وباسئ او لږ اندازه د ليمو اوبه هم ورسره ګډې کړئ او ويې څښئ.

 کولی شئ  دغه محلول په خپل مخ هم ووهئ او (۱۵) دقیقې وروسته يې ومينځئ.

۳ ـ بادرنګ د خولې بد بويي ورکوي، کله چې د غاښو برس او کريم ته لاس رسی نه لرئ ګټه ترې واخلئ.

۴ ـ که د سترګو له پړسوب (د ځينې کسانو د سترګو شاوخوا چې سترغلي هم ورته وايي پړسېدلي وي) د د غه پړسوب لپاره بادرنګ ګټور دي، بادرنګ ګرد غوڅ کړئ او په سترګو يې کېږدئ.

۵ ـ د بادرنګو يوه بله مهمه ګټه داده چې د زړه له ناروغيو مخنيوی کوي. او د بدن دفاعي سېسټم هم پياوړی کوي.

۶ ـ دغه راز د هډوکو د پياوړتيا لپاره هم ګټور دي. بادرنګ د اسکوربيک اسيدونو، K او B کورنۍ د ويټامينونو په لرلو د هډوکو د تقويي باعث کيږي.

۷ ـ دغه راز بادرنګ د عصبي سېسټم د پياوړتيا لپاره هم ګټور دي. د مختلفو وټيامينونو او معدني مس د لرلو په اساس ماغزه فعالوي.

۸ ـ د بادرنګ خوړل د وېښتانو د تويېدو مخنوي کوی، بادرنګ د سديم، فاسفورس، کلسيم او سلفر په لرلو چې د وېښتانو د تقويي لپاره ضروري مواد لري، د وېښتانو د تويېدو مخه نيسي او پياوړي کوي يې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...