د کډوالو چارو وزارت په اېکس (ټوېټر) کې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په تېرو دوو ورځو کې څلوېښت کسان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
د تورخم د کډوالو چارو مشر د مالوماتو له مخې، دغه کسانو له يوې مياشتې څخه تر شپږو مياشتو پورې په زندانونو کې تېرې کړې دي.
د سرچينې په خبره، دغه کسان تر ثبت او راجستر وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان ته هم ورپېژندل شوي دي.
دغو کسانو ته تر ستنېدو وروسته، د ناروې د کډوالو ټولنې له لورې د حقوقي مسايلو او د ډنمارک د کډوالو ټولنې لهخوا د چاودېدونکو توکو په اړه هم پوهاوی ورکړل شوی دی.
په دې وروستیو کې له ایران څخه هم ډېر شمېر کډوال د ستونزو او د کوربه هېواد د ځورونو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم په جبري توګه اېستل شوي دي .
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د ایران او پاکستان په ګډون ځینو ګاونډیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه کډوال شوي چې هره ورځ په دغه هېوادونو کې له لسګونو ستونزو سره مخامخ کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس