د سکاټلنډ په یوه سمندرغاړه کې ۵۵ نهنګان مړه شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دومره شمېر نهنګانو د یو ځايي مړینې لومړنۍ پېښه ده.
دا پېښه د سکاټلنډ په “لېويس” ټاپو کې شوې.
چارواکو ویلي، ۵۵ پیلوټ نومي نهنګان د یکشنبې سهار په ډله ییز ډول له اوبو وچې ته راوتلي وو.
د سمندري ژویو خیریه بنسټ (بيډيایمایلار) وايي، د نهنګانو له دې ډلې ۱۵ ژوندي وو، خو دا چې سمندر ته یې ستنول او یا تر ډېره یې په وچه کې ساتل ناشوني وو، نو د بې درده وژلو پرېکړه یې وشوه.
دوی ویلي، چې مرستندویانو له دغو نهنګانو یو سمندر ته خوشې کړی هم و، خو هغه وروسته بېرته غاړې ته راوتلی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس