Home » سیمه او نړی » سوریې په دغه هېواد کې د بي بي سي پر خپرونو بندیز ولګاوه

سوریې په دغه هېواد کې د بي بي سي پر خپرونو بندیز ولګاوه

د سوریې حکومت د هغه څه له کبله چې دوی “مغرضانه او ګمراه کوونکي رپوټونه” بللي، دغه هېواد کې د بي‌بي‌سي فعالیت لغوه کړی دی.

د سوریې اطلاعاتو وزارت ویلي دغه شبکه د “مسلکي معیارونه” په مراعاتولو کې پاتې راغلې.

بي‌بي‌سي‌ په دې وروستیو کې داسې یو رپوټ خپور کړی و چې د کاپتاګون په نوم د امفتامین نشه‌يي په کاروبار کې د بشار الاسد د کورنۍ ښکېلتیا ښيي.

بي‌بي‌سي وايي‌ خپل کار د بې طرفۍ اصولو او د مسلکي خپلواکۍ پر بنسټ په مخ وړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...