د چین د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د یوې خبرې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو سربېره له سرپرست حکومت غواړي، چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
چین کانګ د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې منځلاری سیاست خپل کړي او له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې وساتي.
خو سرپرست حکومت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونه ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی.
تر دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له ځينو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې مسکو د افغانستان له سرپرست حکومته تمه لري، چې داسې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي چې ټولې سیاسي او قومي ډلې پکې ګډون ولري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس