د امریکا ولسمشر جو بایډن په رسمي ډول اعلان وکړ چې، دی د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي.
نوموړي له رایې ورکونکو وغوښتل چې ده ته د دندو د پای ته رسولو لپاره نور وخت ورکړي او د نورو څلورو کلونو لپاره د امریکا د تر ټولو زاړه ولسمشر د دورې د اوږدولو په اړه دې خپلې اندېښنې لرې کړي.
که بایډن دغه ټاکنې وګټي، د دویمې دورې په پای کې به نوموړی ۸۶ کلن وي.
تر دې وړاندې د امریکائیانو ترمنځ د بایډن زیات عمر لرلو له امله داسې ګنګوسې وې، چې ډموکراتان به کوم بل نوماند وړاندې کړي، خو بایډن په دې اعلان سره ټولې ګنکوسې غلطې ثابتې کړې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس