د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت کابل ته د سل ټنه طبي توکو او درملو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي.
دې ماموریت پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده، د هوا له لارې کابل ته رسېدلې.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت همدارنګه ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې دا له اړمنو افغانانو سره د دې ټولنې د مرستو ۲۸مه کڅوړه ده چې د بشردوستانه هوایي دهلیز له لارې افغانستانه رسېدلې.
دې ماموریت دغه راز ژمنه کړې چې له اړمنو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس