په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال رامیز الاکبروف د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر سره ليدلي دي.
يوناما په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې نن يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) ليکلي، چې په دې ليدنه کې د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر نورالدين عزيزي سره په افغانستان کې د سوداګرۍ د پياوړتيا پر لارو چارو بحث شوی دی.
د يوناما د مالوماتو له مخې، روزا اوتنبايوا د افغانستان خصوصي سکټور د پراختیا او ملاتړ په اړه د خبرو تر څنګ، له ښځینه متشبثینو څخه د ملاتړ او د افغانستان د پرمختګ په موخه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې.
د ښځينه متشبثينو د ملاتړ او په ټوله کې د افغانستان له خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست او يوناما مشرې ترمنځ دا خبرې داسې مهال دي، چې پانګوال او متشبثين په اوسنيو شرايطو کې له يو لړ ستونزو شکايت کوي.
دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د لوږې لوړ شوي ګراف ټيټولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه دې د پانګوالو او متشبثينو پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي.