Home » افغانستان » امريکا: له افغانانو سره د امريکا مرستې به يوازې پر بېړنيو اړتياوو لګېږي

امريکا: له افغانانو سره د امريکا مرستې به يوازې پر بېړنيو اړتياوو لګېږي

امريکايي چارواکو له افغانستان سره د امريکا بشري مرستو دوام ته په اشارې سره ويلي، چې يادې مرستې به يوازې او يوازې د افغانانو پر بېړنيو اړتياوو ولګول شي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ نن سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې تېره اوونۍ د ۳۲۷ ميليون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو په اعلانېدو سره، د ۲۰۲۱ زېږديز کال له اګسټ راهيسې له افغانانو سره د امريکا د مرستې اندازه ۱.۱ مېليارد ډالرو ته ورسېده.

نوموړي زياته کړې، چې د دې مرستو له درکه به اړمنو افغانانو ته په بېړنۍ توګه نغدې پيسې، سرپنا، روغتيايي خدمتونه او کورني بې‌ځايه شوو او بېرته راستنېدونکو کسانو ته د ادغام په برخه کې د مرستې کولو زمينه برابره شي.

د توماس ويسټ په خبره محافظت، ژوند ژغورونکي خدمتونه، د میندو روغتیا او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي ته د غبرګون خدمتونه هم په دې مرستو کې شامل دي.

په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته، امريکا له افغانانو سره د ۱.۱ مېليارد ډالرو په ارزښت د مرستې په کولو سره، تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد بلل شوی.

د افغانستان سرپرست حکومت تل له هېوادونو او نړۍ غوښتي، چې په اوسنيو سختو بشري ناسمو حالاتو کې دې د مرستو په کولو سره افغانانو ته لاس ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...