ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۲۷مه) د پاکستان د سوداګرۍ وزارت يو پلاوی کابل ته راشي او دغلته به د سرپرست حکومت چارواکو سره پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا پر لارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مسوولانو ويلي، پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادرولو سربېره يو شمېر نور مسايل هم شته، چې د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ ښايي پرې بحث وشي.
د مسوولانو په خبره، په بندرونو کې د اسانتياوو رامنځته کول او په ۲۴ ساعته توګه د خدمتونو فعالول او دغه راز د بارټر سيستم له لارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري هغه څه دي، چې دواړو لورو ترمنځ به پرې بحث او خبرې وشي.

دوی زياته کړې، چې پر دې مسايلو بحث که څه هم مهم دی؛ خو په خبره يې د دواړو لوريو د ليدنو په اجنډا کې تمرکز پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادرولو دی.
د پاکستان حکومتي پلاوی داسې مهال د ډبرو سکرو د سوداګرۍ پر سر د بحث لپاره کابل ته سفر کوي، چې موده وړاندې د نوموړي هېواد لومړي وزير شهباز شريف خپل حکومت ته په زياته پيمانه له افغانستان څخه د ډبرو سکرونو د واردولو لارښوونه وکړه.
د افغانستان سرپرست حکومت دامهال د يو ټن ډبرو سکرو بيه له ۹۰ ډالرو څخه ۲سوه ډالرو ته پورته کړې او د مالياتو او نورو لګښتونو له تاديې وروسته، د يو ټن ډبرو سکرو بيه ۲۸۰ ډالرو ته رسېږي.