Home » افغانستان » په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي
کډوال

په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د اکتوبر له ۱۱مې تر ۲۴مې نېټې پورې ۹۴ زره او ۹۱۱ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د سازمان د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۶۸ زره او ۲۶۰ کسان له ایران او ۲۶ زره او ۶۵۱ نور له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي. په ورته وخت کې، ۴۱ زره او ۲۹۷ کسان له افغانستانه دغو دوو هېوادونو ته تللي دي.

د راپور له مخې، د راستنېدونکو ډېره برخه د هرات د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته داخله شوې ده. د ټولو راستنېدونکو ۴۸،۴ سلنه له دې لارې، ۲۳،۳ سلنه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې او ۱۰،۳ سلنه د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د سروې موندنې ښيي چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو ۴۲ سلنه کسانو په افغانستان کې د ژوند ټیټ لګښتونه د بېرته راتګ لامل بللی دی. ۲۷ سلنه نورو په پاکستان کې د ناامنۍ او فشار احساس یاد کړی او ۱۷ سلنه کسان د لنډمهالي سفر له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.

سروې همدارنګه ښيي چې د ګډونوالو ۸۱ سلنه په افغانستان کې د دایمي یا اوږدمهاله استوګنې نیت لري.

له ایران څخه د راستنېدونکو ۶۰ سلنه کسانو ویلي چې د خپلو کورنیو د غړو د لیدو لپاره افغانستان ته راغلي دي. ۲۱ سلنه د اخراج او جبري ستنېدو له امله بېرته هېواد ته لېږدول شوي او شپږ سلنه نور د لنډمهالي سفر له پای ته رسېدو وروسته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په تېرو دولسو میاشتو کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د وګړو تګ راتګ په لوړه کچه دوام درلود او ایران لا هم د افغانانو د راستنېدو عمده سرچینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او ایران هم د بې‌اسناده افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ روانه ساتلې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په څه باندې درېیو کلونو کې له پاکستان څخه ۲.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ...