د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندان څخه ۱۵ افغان کډوال خوشې شوي دي. دغه وزارت د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، چې دغه کسان پرون (چهارشنبې، د تلې ۱۱مه) افغانستان ته راستانه شول.د کډوالو چارو وزارت د تورخم د پولې د چارواکو په حواله ...
Read More »Monthly Archives: اکتوبر 2024
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه سبا پیلېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وايي چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه به د اکټوبر په څلورمه جوړه شي. د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل هم ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست، مولوي اميرخان ...
Read More »پزشکیان: موږ د جګړې په لټه کې نه یو، اسراییل موږ ځواب ورکولو ته مجبوروي
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان پرون (چهارشنبې، د تلې ۱۱مه) ویلي چې هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی، خو که اسراییل غچ اخیستونکي بریدونه وکړي، تهران به یې سخت ځواب ورکړي. پزشکیان په دوحه کې د قطر له امیر «تیم بن حمد ال ثاني» سره په ګډه ...
Read More »د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له دندې ګوښه شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ټام وېسټ د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي په توګه له دندې ګوښه شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (سېشنبې، د تلې ۱۰مه) اعلان کړی چې ټام وېسټ د یاد وزارت د تحریمونو د همغږۍ دفتر ...
Read More »عامې روغتیا وزارت: په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه په تنفسي ناروغیو اخته ناروغان ثبت شوي
د عامې روغتیا وزارت چارواکو په پلازمینه کې د موسمي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي او اعلان یې کړی چې په تېرو دریو میاشتو کې له یاد وزارت سره د تنفسي ناروغیو نږدې دوه میلیونه ناروغان ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل هم د هېواد ...
Read More »اسراییلي پوځ: د ایران برید به بېځوابه پرېنږدو
پر اسراییلو د ایران د بالستیکو توغنديو د برید په اړه د امریکايي مقاماتو له خبرداري وروسته، د اسراییل پوځ ویلي چې ایران د اسراییلو په لور توغندي توغولي دي. په راپورونو کې د اسراییلي پوځ په حواله ویل شوي” له ایران څخه د اسراییلو پر لور توغندي وتوغول شول.” ...
Read More »د افغانستان د سوداګرۍ خونه: د هېواد سوداګریزې اړیکې له پاکستان سره کمې او له ایران سره زیاتې شوې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچه د سیاسي ملحوظاتو له امله ډېره کمه شوې او پر ځای یې له ایران سره زیاته شوې ده. د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال ...
Read More »هرات او فراه کې د تندر غورځېدلو له امله دری کسان مړه شوي
سیمه ییزې سرچینې وايي چې دوه کسان په هرات او یو کس په فراه کې د تندر غورځېدلو له امله مړه شوي دي. په هرات کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې (یکشنبې، د تلې ۸مه) د یاد ولایت په کرخ او انجېل ولسوالیو کې د تندر غورځېدلو له مله دوو ...
Read More »ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه شول
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کونړ سیند کې د یوې ۱۷ کسیزه کښتۍ ډوبېدلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان مړه شوي دي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس