سیمه ییزې سرچینې وايي چې دوه کسان په هرات او یو کس په فراه کې د تندر غورځېدلو له امله مړه شوي دي.
په هرات کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې (یکشنبې، د تلې ۸مه) د یاد ولایت په کرخ او انجېل ولسوالیو کې د تندر غورځېدلو له مله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یو کس د کرخ ولسوالۍ په «ارملک» کلي کې او یو بل کس د انجېل ولسوالۍ په «خشرود» کلي کې مړه شوي دي.
سرچینې په فراه کې دا هم ویلي چې د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې هم یو شپون د تندر غورځېدلو له امله مړ شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دا شپون فدا محمد نومېده او د ګلستان ولسوالۍ په «فیض اباد» کلي کې پرې تندر راغورځېدلی دی.
بلخوا په فراه او هرات کې سیمه ییزو مسوولانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس