تمه ده چې د فرانسې ولسمشر نن پېکېنګ ته ورسېږي. ایمانویل مکرون هیله لري چې د دې سفر په ترڅ کې به، چین پر اوکراین د روسیې د یرغل له ملاتړ څخه لاس اخیستو ته وهڅوي او همدا راز له دې لوی تجارتي شریک سره به د اړیکو پر نږدې ...
Read More »Yearly Archives: 2023
د ترکیې او سوریې د اړیکو پراختیا په موخه غونډه پایته ورسیده
د روسیې، ترکیې، سوریې او ایران جګپوړو ډیپلوماتانو پرون په مسکو کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله. دا غونډه کریملین د هغو هڅو په ترڅ کې رابللې وه چې، هدف یې د ترکیې او سوریې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره منځګړتوب و. د روسیې ...
Read More »ایران ته ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته مسترد شوي
د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په تېرو څو ورځو کې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې يې ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند ...
Read More »افغانۍ د ۹ غوره پولي واحدونو په ډله کې راغلې
د افغانستان بانک وايي، په وروستي یوه کال کې ۳ میلیارده ۱۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شوي او په همدې کال کې ۱ میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ توزېع او مندرس بانک نوټونه هم راټول شوي دي. د دغه بانک د پولي سیاست مشر احمد ...
Read More »خلیلزاد: طالبان دې د دوحې خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوناما پر ښځینه کارکونکیو د کار بندیز په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځینه کارکوونکیو د کار بندیز په اړه د طالبانو دا پرېکړه غلطه ده. ده پر ټویټر لیکلي: “دا ...
Read More »ملګري ملتونه: ‘افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کارکوونکیو بندیز به اړمنو افغانانو ته زموږ پر مرستو اغېز وکړي’
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د ...
Read More »ټرامپ د ۳۴ تورونو پر وړاندې ځان بېګنا اعلان کړ
د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر ده د لګول شویو ۳۴ تورونو په تړاو محکمې ته ځان بې ګنا بللی دی. دا تورونه له رایه ورکوونکو نه د خپل ځان په اړه د داسې معلوماتو پټ ساتلو لپاره په مالي اسنادو کې د جعلکارۍ په اړه دي چې ده ...
Read More »روانه میاشت سمرقند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي
ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه په ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر مهمو پېښو خبرې وشي. ټاس خبري اژانس د افغانستان ...
Read More »روسیې پولنډ ته د ‘دروژبا’ نل لیکې له لارې د تېلو لېږد بند کړی
پولنډ وايي، روسیې د دروژبا پایپ لاین له لارې يې دغه هېواد ته د تېلو رسول بند کړي دي. د پولنډ د پي کې این اورلین چڼځای اجرایوي رییس ډینیل اوبیټیک د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې شرکت به د دې تشې ډکولو لپاره بدیل سرچینې ...
Read More »ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي
پاکستاني پوځیانو ویلي چې له ایران سره د دې هیواد پولې ته نږدې د وسله والو کسانو په برید کې د دغه هیواد څلور سرتیري چې په ګزمه بوخت وو، وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو د پاکستان د پوځ په حواله خبر ورکړی چې دا برید د بلوچستان د کیچ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس