د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی. د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا ...
Read More »Yearly Archives: 2023
تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ چترال کې نښتې روانې دي
په چترال کې لا هم د پاکستان د پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ وسلهوالې نښتې روانې دي. د خیبرپښتونخوا په چترال کې چارواکي وايي، د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو ترمنځ له تېرې چهارشنبې نښتې لا هم روانې دي او دواړو خواوو پر يوه او ...
Read More »سوډان کې د پوځ مشر د شخړې په حل کې د افریقایي ټولنې مرسته رد کړې
د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان وايي، دوی د سوډان د نږدې پنځه میاشتنۍ شخړې د حل لپاره افریقايي ټولنې ته اړتیا نه لري. نوموړي پرون شنبه دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو شخړو د مړو شمېر له ۷۰۰۰ زیات شوی دی. د ...
Read More »اوکرایین جګړه؛ پر کیېف د روسي ډرونونو یو برید شنډ شوی
د اوکرایین پوځي چارواکي وایي د یکشنبې سهار وختي یې د دغه هېواد د پلازمېنې کیېف فضا کې شاوخوا شل روسي ډرونونه ویشتلي او په دې توګه یې نسبتآ یو ستر برید شنډ کړی دی. دوی ویلي چې په دغه برید کې ایراني “شاهد” ډرونونه کارول شوي وو. اوکراییني چارواکي ...
Read More »د مراکش زلزله؛ پاچا درې ورځنۍ ملي ماتم اعلان کړی
د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او همدومره نور ټپیان دي. دغه وزارت زیاته کړې چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ...
Read More »زاړه سیالان په اسیا کپ کې؛ هندي توپ وهونکو ښه پیل وکړ، خو لوبه د باران له امله درېدلې ده
د اسیا جام په دویم پړاو سیالیو کې نن (یکشنبه) د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له یوه بل سره مخ دي، دا لوبه د سریلانکا په کولمبو ښار کې روانه ده او دواړه لوبډلې د روان اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو هڅه کوي. د دغې لوبې ...
Read More »ملګرو ملتونو یو میلیون افغان ماشومانو او مېرمنو ته د خوړو د کمېدو خبر ورکړ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې یو میلیون ماشومانو او مېرمنو ته د هغو خوړو د کمېدو خبر ورکړ چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره په کارېږي. د خوړو نړیوال پروګرام دا خبر په خپله ایکسپاڼه کې خپور کړ. یوه ورځ مخکې تر دې د خوړو د نړیوال پروګرام ...
Read More »افریقایي ټولنې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړ
افریقایي ټولنې، چې پنځه پنځوس غړي هېوادونه لري، نن د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل غړیتوب ترلاسه کړ. د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د جي شل غونډې د پرانیستو پر مهال د افریقایي ټولنې د غړیتوب هرکلی وکړ او ویې ویل چې ...
Read More »د تورخم لارې د خلاصون لپاره ډیپلوماتیکې هڅې پیل شوي
نګرهار کې ځايي چارواکي وايي له پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چارشنبې ورځې تر نښتې وروسته نن (شنبه، سپتمبر ۹مه) څلورمه ورځ هم تورخم دروازه د هر ډول مسافرو او ترانزیت پر مخ د پاکستان له لوري بنده ده. دغو چارواکو له خلکو غوښتي چې تورخم ته د سفر کولو ...
Read More »مراکش کې زورورې زلزلې څه باندې ۸۰۰ کسان وژلي
یوې زورورې زلزلې د مراکش مرکزي برخې لړزولې او د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا له همدې کبله ۸۲۰ کسان وژل شوي، تر ۳۲۰ ډېر ژوبل شوي دي. د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي، د وژل شویو شمېر تر ۸۰۰ کسانو اوښتی او د ۲۰۵ روغتیايي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس