Home » 2023 (page 23)

Yearly Archives: 2023

سوډان کې د ۷۲ ساعتونو لپاره د اوربند هوکړه شوې ده

په سوډان کې د جګړې دواړو لورو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده. نړیوالو اژانسونو ویلي چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی. فرانس پرېس اژانس ...

Read More »

سوات کې د پولیسو پر مرکز چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ښار د پولیسو په یوه مرکز کې د چاودنو له امله لسګو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنې پرون تر ماښام وروسته د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوې دي. پاکستاني پولیسو ...

Read More »

رومانیا کې نیول شوي ۳۰ تنه افغانان بېرته بلغاریا ته استول شوي دي

د رومانیا پولیسو ۳۰ تنه افغانان دغه هېواد ته د ناقانونه ورتلو په خاطر نیولي او بلغاریا ته یې لېږلي. د رومانیا رسنیو ویلي، چې دا افغانان له بلغاریا ور اوښتي وو او اکثر یې تر ۱۸ کلونو کم عمره وو. د دوی د قاچاق په تور یو بلغاریایي تبعه ...

Read More »

اسیا پراختیايي بانک تېر کال افغانستان سره ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

د اسیايي پراختیايي بانک ویلي چې دغه بانک په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره څه باندې ۴۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده. په یاد راپور کې راغلي چې دغه مرستې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې لګول شوې دي. د اسیايي پراختیايي بانک په‌دې راپور ...

Read More »

بېلابېلو هېوادونو د سوډان له پلازمېنې د خپلو اتباعو ايستلو ته دوام ورکړی

په داسې حال کې چې پرون (یکشنبې) په سوډان کې جګړه په پلازمېنې خرطوم کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول د حساسو دولتي ودانیو شاوخوا ته وغځېده، بېلابېلو هېوادونو له خرطوم څخه د خپلو اتباعو ایستلو ته دوام ورکړ. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مهمو ...

Read More »

په اتریش کې د انلاین خوځښتونو یو شمېر غړي سره جرګه کیږي

ټاکل شوې، چې نن (دوشنبه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د انلاین خوځښتونو یو شمېر غړي په خپل منځ کې د همغږۍ او د سرپرست حکومت پر وړاندې د خپلو دریځونو د نږدې کولو لپاره راغونډ شي. په دغو کسانو کې د جمهوریت د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ...

Read More »

ننګرهار کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله زیات شمېر کسان ټپيان شوي دي

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د اختر په ورځو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې ۱۲۲ کسان ټپيان شوي دي. د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست وياند نقيب الله رحيمي وايي، د ټپيانو ترڅنګ يو تن مړ شوی هم دی. رحيمي ويلي، د اختر په لومړۍ ورځ ...

Read More »

عمران خان: که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي. نوموړي ویلي چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، ...

Read More »

سرپرست حکومت: هېواد کې د ټولو ديپلوماتیکو ادارو امنیت خوندي دی

د سرپرست حکومت چارواکي وایي، په هېواد کې د ټولو دیپلوماتیکو ادارو او ډیپلوماتانو امنیت خوندي دی او هېوادونه کولای شي چې په افغانستان کې له کومه اندېښنې پرته خپلو ډیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي. تېر کال د سلواغې په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې سعودي عربستان په ...

Read More »

د ډبرو له سکرو او ګازو څخه به ډیر ژر د بریښنا د تولید فابریکه جوړه شي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې یې له خصوصي شرکت سره د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ. د چارواکیو په وینا، چې دغه هوکړه لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو ...

Read More »