د عامې روغتیا وزارت سر له نن څخه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په یاد کمپیان کې به ۲۱۷ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راشي. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد کمپاین به ۳ ورځې دوام وکړي او په پایله کې به يې ۶.۴ میلیونه له ۵ کلو کم عمره ماشومان واکسین شي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ننګرهار ولایت په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د پولیو یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
Read More »Yearly Archives: 2023
د ترکیې ټاکنې؛ ولسمشر به دوه اونۍ وروسته په دویم پړاو ټاکنو کې روښانه شي
د راپورونو له مخې په ترکیه کې ولسمشریزو ټاکنو کې داسې معلومیږي چې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان او سیال یې کمال کلیچداراوغلو د پرون ورځې په رای ګیرۍ کې اکثریت نه دی ګټلی او له همدې کبله دویم پړاو ټاکنو کې به د دې هېواد ولسمشر وټاکل شي. تر ...
Read More »له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه نور اسناد هم غوښتل شوي
د امریکا د کانګرس یوه مخکښ غړي د تحقیقاتو لپاره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د نامنظمه وتلو په اړه د ټولو مرکو د متن غوښتنه وکړه. د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مککال پرون یکشنبې په رسمي ډول د امریکا د بهرنیو چارو ...
Read More »د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه؛ چټک توپ اچونکي رحماني ته موقع ورکړل شوې
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېته د سریلانکا په همبانټوټا نړیوال ...
Read More »د افغانستان کرکټ بورډ ته په ځانګړې شوې کمې بودیجې خواشیني څرګنده شوه
د افغان کرکټ بورډ ځیني پخواني چارواکي د آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان ته ځانګړې شوې بودیجه ډېره کمه بللې ده. له دې ډلې د کرکټ بورډ پخواني اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي په خپل ټوېټر لیکلي چې د آی سي سي له خوا ...
Read More »پاکستان کې لاریونونه؛ محکمې نوې پریکړه وکړه
محکمې د عمران خان مېرمنې، وکیل او ډاکټر ته اجازه ورکړې چې له خان سره وویني. د محکمې قاضي محمد بشير د عمران خان مېرمنې بشرا بي بي، د نوموړي وکيل خواجه حارث او د هغه د روغتیا پالې ډلې مشر ډاکټر فيصل ته اجازه ورکړې چې له عمران خان ...
Read More »د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ملخانو د پیدا کېدو خبردرای ورکړل شوی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په ۸ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ډېر شمېر ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړی دی. دې ادارې په دې اړه یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه یې خپور کړی ویلي، دغه ملخان په بدخشان، بادغیس، ...
Read More »شهباز شریف: د عمران نیازي او پلویانو شرجوړونکی غبرګون به ونه بښل شي
په پاکستان کې د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کیدو وروسته، اوسني صدراعظم شهباز شریف خپلو خلکو ته په یوه ټلویزوني وینا کې عمران خان بیا – بیا د عمران نیازي په نوم یاد کړی او په شر جوړولو له تورنولو سره یې ویلي، چې د هغه او پلویانو ...
Read More »پولیسو د پاکستان تحریګ انصاف ګوند یو شمېر مشران هم نیولی دی
پولیسو د تحریک انصاف ګوند دوه مهم مشران شاه محمود قریشي او اسد عمر په اسلام اباد کې نېولی دی. په یوه وېډیو کې لېدل کېږي چې اسد عمر د پولیسو له خوا موټر ته خېژول کېږي. همدا ډول جیو نیوز ټلویزیون د چهارشنبې مازدیګر راپور ورکړ، چې د پاکستان ...
Read More »د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې اته کسان وژل شوي
په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، له پرون راهیسې په تاوتریخوالو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي. د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې ډاکټران وايي، څلور مړي او ۲۷ ټپیان دغه روغتون ور وړل شوي دي. په لارهور کې هم یو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس