د استرالیا او انګلنډ ترمنځ د اشییز په زړه پورې ټسټ سیالیو دریمه لوبه، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه، پرون په څلورمه ورځ د انګلنډ په بریا پایته ورسیده. د دې لوبلړیو دوه لومړنۍ لوبې چې په بیرمنګهام کې د جون په ۱۶ او لارډ کې د ...
Read More »Yearly Archives: 2023
پیرو کې یو شمېر افغان کډوال له قاچاقچیانو ژغورل شوي دي
سویلي امریکا کې د پیرو جمهوریت چارواکي وایي چې ۲۳ افغان کډوال یې د انساني قاچاقچیانو له منګولو ژغورلي دي. د پیرو لویې څارنوالۍ یوه اعلامیه کې ویلي دغه کسان برازیل سره پولې ته څېرمه په ‘مادرې دې دیوس سیمه’ کې د پولیسو په همکارۍ ترسره شویو عملیاتو کې ژغورل ...
Read More »کډوالي؛ اسپانیا کناري ته نږدې د کډوالو یوه بېړۍ ورکه شوې
اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د یوې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول. د دې بېړۍ په اړه ویل شوی چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي. د ...
Read More »بایډن له اردوغان سره په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب ټلیفوني خبرې کړې دي
د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي. ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی. د ترکیې ...
Read More »ترکیې اوکرایین ته پوځي بندیان ورسپارلي، خو مسکو غوسه دی
ترکيې اوکرایین ته د هغو پوځیانو په ورستنولو د روسیې غوسه راپارولې چې روسي پوځیانو تېر کال د ماریوپول ښار د پولادو په ازوفستال کارخونه کې نیولي وو. دغه اوکرايیني پوځیان ترکيې ساتل او د بندیانو د تبادلې په یوه معامله کې یې اوکرایین ته سپارلي دي. خو کرېملېن ویلي ...
Read More »سوریې په دغه هېواد کې د بي بي سي پر خپرونو بندیز ولګاوه
د سوریې حکومت د هغه څه له کبله چې دوی “مغرضانه او ګمراه کوونکي رپوټونه” بللي، دغه هېواد کې د بيبيسي فعالیت لغوه کړی دی. د سوریې اطلاعاتو وزارت ویلي دغه شبکه د “مسلکي معیارونه” په مراعاتولو کې پاتې راغلې. بيبيسي په دې وروستیو کې داسې یو رپوټ خپور کړی ...
Read More »ازبکستان کې ټاکنې؛ واکمن ولسمشر د درېیم ځل واک ترلاسه کولو په لټه کې دی
د ازبکستان حکومت د پرېکړې پر اساس د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې له وخت وړاندې نن پیل شوې. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور کسان یو له بل سره سیالي کوي. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي هېواد ازبکستان ټاکنې د سيمه پر وخت ۸ ...
Read More » کندهار کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي
کندهار کې د تېلو په عمومي سرای کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د کندهار ځايي چارواکي وايي دغه اور پرون مازدیګر مهال ولګېد خو د اړوندو مسؤلینو په همکارۍ ژر مهار شوی دی. د کندهار د ولایت مقام پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې دې پېښه کې څو کسان ...
Read More »سوډان کې هوايي بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي دي
د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. عیني شاهدانو ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. دغه هوايي بریدونه شنبه سهار وختي خرطوم کې د نیل سیند پورې غاړه د ‘ام درمان’ ښار ...
Read More »افغان اتلانو له بنګله دېش څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د يو ورځينو لوبو په دویمه سيالۍ کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۴۲ منډو ماته ورکړه او له دې سره يې د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ بريا په خپل نوم کړه. په تېرو اتو کلونو کې بنګله دېش پر خپل ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس