Home » 2023 » جولای (page 6)

Monthly Archives: جولای 2023

د بنګله دیش سره دریمه لوبه؛ ملي اتلان توپ وهنه کوي، راشد او سلیم کینول شوي

د بنګله دیش پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دریمه او وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه شیبه وړاندې په چیتاګرام کې پیل شوه. د لوبې پچه افغانستان وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. دواړو لوبډلو په خپل یولس کسیز نوملړ کې ګڼ شمېر بدلونونه راوستي دي. د ...

Read More »

کابل کې له نشه‌يي توکو رغېدلو ته د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا له نشه یې توکو د راګرځول شویو کسانو لپاره د یاد وزارت په چوکاټ کې د فني او حرفوي زدکړو مرکز پرانیستل شو. د یاد وزارت مسوولین وایي چې په دې مرکز کې ۵۳۰ کسانو ته په کې د فنی او حرفوي ...

Read More »

کرېکټ؛ د اشییز درېمه ټسټ لوبه انګریزانو وګټله

د استرالیا او انګلنډ ترمنځ د اشییز په زړه پورې ټسټ سیالیو دریمه لوبه، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه، پرون په څلورمه ورځ د انګلنډ په بریا پایته ورسیده. د دې لوبلړیو دوه لومړنۍ لوبې چې په بیرمنګهام کې د جون په ۱۶ او لارډ کې د ...

Read More »

پیرو کې یو شمېر افغان کډوال له قاچاقچیانو ژغورل شوي دي

سویلي امریکا کې د پیرو جمهوریت چارواکي وایي چې ۲۳ افغان کډوال یې د انساني قاچاقچیانو له منګولو ژغورلي دي. د پیرو لویې څارنوالۍ یوه اعلامیه کې ویلي دغه کسان برازیل سره پولې ته څېرمه په ‘مادرې دې دیوس سیمه’ کې د پولیسو په همکارۍ ترسره شویو عملیاتو کې ژغورل ...

Read More »

کډوالي؛ اسپانیا کناري ته نږدې د کډوالو یوه بېړۍ ورکه شوې

اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د یوې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي‌، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول.‌ د دې بېړۍ په اړه ویل شوی چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي.‌ د ...

Read More »

بایډن له اردوغان سره په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب ټلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي. ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی. د ترکیې ...

Read More »

ترکیې اوکرایین ته پوځي بندیان ورسپارلي، خو مسکو غوسه دی

ترکيې اوکرایین ته د هغو پوځیانو په ورستنولو د روسیې غوسه راپارولې چې روسي پوځیانو تېر کال د ماریوپول ښار د پولادو په ازوفستال کارخونه کې نیولي وو. دغه اوکرايیني پوځیان ترکيې ساتل او د بندیانو د تبادلې په یوه معامله کې یې اوکرایین ته سپارلي دي. خو کرېملېن ویلي ...

Read More »

سوریې په دغه هېواد کې د بي بي سي پر خپرونو بندیز ولګاوه

د سوریې حکومت د هغه څه له کبله چې دوی “مغرضانه او ګمراه کوونکي رپوټونه” بللي، دغه هېواد کې د بي‌بي‌سي فعالیت لغوه کړی دی. د سوریې اطلاعاتو وزارت ویلي دغه شبکه د “مسلکي معیارونه” په مراعاتولو کې پاتې راغلې. بي‌بي‌سي‌ په دې وروستیو کې داسې یو رپوټ خپور کړی ...

Read More »

ازبکستان کې ټاکنې؛ واکمن ولسمشر د درېیم ځل واک ترلاسه کولو په لټه کې دی

د ازبکستان حکومت د پرېکړې پر اساس د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې له وخت وړاندې نن پیل شوې. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور کسان یو له بل سره سیالي کوي. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي هېواد ازبکستان ټاکنې د سيمه پر وخت ۸ ...

Read More »

‏ کندهار کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي

کندهار کې د تېلو په عمومي سرای کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د کندهار ځايي چارواکي وايي دغه اور پرون مازدیګر مهال ولګېد خو د اړوندو مسؤلینو په همکارۍ ژر مهار شوی دی.‌ د کندهار د ولایت مقام پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې دې پېښه کې څو کسان ...

Read More »