د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله تر سلو ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي او لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرلهپسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده. بهرنیو رسنیو ویلي، چې ...
Read More »Monthly Archives: جولای 2023
د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو له پیل څو ساعته مخکې کوربه هېواد کې د ډزو خونړۍ پېښه شوې
د نیوزلنډ د اکلنډ ښار په مرکزي برخه کې داسې حال کې د ډزو پېښه کې دوه کسان وژل شوي، چې څو ساعته وروسته دلته د ښځو فوټبال نړیوال جام پرانیستې مراسم ترسره کېږي. پېښه د ښار په مرکزي سوداګریزه برخه کې رامنځته شوې او د پولیسو په ګډون دې ...
Read More »آصف دراني ته د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو د خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه له ګومارل کېدو راهیسې په خپل لومړي سفر کې آصف دراني داسې مهال په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې کړې چې د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا ...
Read More »په سویلي ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په سویلي زون کې د پولیو واکسین د ځانګړي کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت ویلي، چې دا ځل د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین د سویلي زون په کندهار، هلمند، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې ترسره کېږي. د سرچینې ...
Read More »سرپرست حکومت د ټاپي پروژې پیلېدو ته بشپړ چمتووالی ښودلی
د سرپرست حکومت ویاند وایي، چې افغانستان د ټاپي پروژې عملي کولو ته چمتو دی او تمه ده چې درې واړه هېوادونه په ګډه عمل وکړي. نوموړي ویلي، چې حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زياتې هلې ځلې کوي او دا مهال٥ زره تنه د قوش تيپې ...
Read More »یوناما راپور: د یو شمېر ولایتونو په زندانونو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ادعاوې بنسټ نه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ “یوناما” پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو ته دوام ورکړی. یوناما وايي په هغو کورنیو نادولتي مؤسسو کې هم د اوسنیو چارواکو د مداخلې بېلګې ثبت شوې چې ښځې یې رهبري کوي. ...
Read More »د سکاټلنډ یوه ساحل کې د ۵۵ نهنګانو یو ځايي مړینه
د سکاټلنډ په یوه سمندرغاړه کې ۵۵ نهنګان مړه شوي دي. ځايي چارواکو ویلي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دومره شمېر نهنګانو د یو ځايي مړینې لومړنۍ پېښه ده. دا پېښه د سکاټلنډ په “لېويس” ټاپو کې شوې. چارواکو ویلي، ۵۵ پیلوټ نومي نهنګان د یکشنبې سهار په ...
Read More »د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: بریتانیا دې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي
د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ وايي، بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي. ښاغلي ایلووډ چې تازه د افغانستان له سفره راستون شوی، ټېلېګراف ورځپاڼې ته مقاله کې ليکلي چې هغه جدي پرمختګ کتلی او باوري دی ...
Read More »اوکراييني چارواکي: د واګنر وسله وال بېلاروس ته اوښتي دي
د اوکرایین سرحدي ځواکونو تایید کړه چې د واګنر اجیرې ډلې وسله وال له روسیې ګاونډي بېلاروس ته اوښتي دي. د اوکرایین سرحدي ګارد ‘ډيپياېسیو’ ويلي د دې پر ارزونه بوخت دي چې مالومه کړي د واګنر څومره وسله وال اوس بېلاروس کې دي او دا چې هلته چېرته ځای ...
Read More »د هلمند د اوبو پر سر شخړه؛ ایران وايي د هلمند سېند اوبو کې له خپل حقه ‘یوه ذره’ هم نه تېرېږي
د هلمند سېند اوبو کې د ایران د برخې په اړه د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو، غوښتنو او ګوتڅنډنو لړ کې دا ځل د ایران د انرژۍ وزیر علي اکثر محرابیان ویلي هېواد یې د یوې ذرې په اندازه هم له دې حقه نه تېرېږي. علی اکبر محرابیان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس