Home » 2021 (page 19)

Yearly Archives: 2021

ملګري ملتونه: طالبان د داعش په مخنيوي کې د پاتې راتلو ترڅنګ خپل مخالفان ځپي

بېګاه چهارشنبه د شپې ناوخته د (لړم په ۲۷مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان وضعيت په ځانګړې ناسته ترسره کړه چې په کې د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړې استازې ديبورا لاينز له لوري د افغانستان اوسني وضعيت په اړه مفصل راپور وړاندې شو. ميرمن لاينز د ...

Read More »

له ارمنيايي ځواکونو سره په تازه نښته کې د اذربايجان ۷ سرتېري وژل شوي

د ارمنيا او اذربايجان ځواکونو يو وار بيا د دواړو هېواونو ترمنځ ګډې پولې ته څېرمه نښته کړې او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د اذربايجان دفاع وزارت ويلي، په ياده جګړه يې ۸ تنه سرتېري وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي. د ...

Read More »

نوي ډهلي کې د هوا ککړتيا له امله ښوونځي وتړل شول

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوا سختې ککړتيا له امله حکومت پرېکړه کړې چې تر يوې مودې پورې دې په دغه ښار کې ښوونځي وتړل شي. د هند د هوا کيفيت د مديريت کولو کمېسيون ويلي، دامهال په نوي ډهلي کې هوا ډېره ککړه شوې او اړتيا ...

Read More »

د کرکټ نړيوالې شورا په افغانستان کې د نجونو کرکټ ارزونې په موخه ځانګړی هيئت ټاکلی

د کرکټ نړيوالې شورا ICC په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د کرکټ وضعيت ارزونې په موخه ځانګړی هيئت ټاکلی او دنده يې ورسپارلې څو په دې اړه خپل مالومات بشپړ کړي. د ای‌سي‌سي له لوري په ټاکل شوي هيئت کې چې مشري يې عمران خواجه کوي لاوسن نايډيو، ...

Read More »

ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۲۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي او په کې به د افغانستان موجوده وضعيت د يادې شورا د غړيو هېوادونو له لوري و ارزول شي. د غونډې په سر کې به د افغانستان لپاره ...

Read More »

جنوبي وزيرستان کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو پر غونډه د لاسي بم بريد شوی

د جنوبي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، چې نن سې‌شنبه د (لړم په ۲۵مه) دغلته د قومي مشرانو او ديني عالمانو پر يوه ګډه غونډه د لاسي بم بريد شوی دی. د دوی په خبره دغه بريد غرمه مهال د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د قومي مشر جميل وزير ...

Read More »

امريکا له اېتوپيا څخه خپلو وګړو ته په بېړه د وتلو لارښوونه کړې

په اېتوپيا کې د جګړې زياتوالي او دغه راز په ياده جګړه د ټېګري وسله‌والو له پرمختګ سره سم، امريکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې وضعيت خراب دی او په بېړه دې له دغه هېواد څخه ووځي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس په يوه خبرپاڼه کې ...

Read More »

نظام‌الدين قيصاري په ايران کې د جعلي اسنادو جوړونې په تور نيول شوی

ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان تېر نظام يو چارواکی نظام‌الدين قيصاري يې افغان وګړو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نيولی دی. د ايران د وګړو او کډوالو چارو وزارت د دارالانشاء مسوول مهدي محمودي رسنيو ته ويلي، قيصاري د دې ترڅنګ چې افغان وګړو ته ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو له روسيې سره خبرې شوي

امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د امريکا او روسيې ګډو ګټو په موخه يې د روسيې له چارواکو سره خبرې او سلا مشورې کړې دي. د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د يادو خبرو لپاره يې پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۲۴مه) په مسکو ...

Read More »

ننګرهار کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه بڼونه جوړېږي

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د نويو بڼو د جوړولو چارې پيل کړې چې په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه بشپړ شي. د کرنې رئيس عبدالستار وايي چې دا بڼوبه په کوټ، اچين، خوږياڼو، روداتو، چپرهار، دره‌نور، بټي کوت، لعلپورې، مومندرې، ...

Read More »