Home » 2021 (page 17)

Yearly Archives: 2021

ملګري ملتونه: د افغانستان بانکي نظام د سقوط له خطر سره مخ دی

ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې خلکو د بانکي پورونو د بېرته ورکولو، د نغدو پيسو لرلو او دغه راز په بانکونو کې د پيسو اېښودو توان له لاسه ورکړی او دې چارې د افغانستان بانکي نظام د سقوط له خطر سره ...

Read More »

هالنډ: بېلاروس د افغان کډوالو په وسيله د اروپا پر پولو د فشار راوړلو هڅه کوي

د هالنډ لومړي وزير توش موراويسکي يو ځل بيا پر بېلاروس تور پورې کړی چې غواړي پر اروپا او په ځانګړې توګه پر هالنډ د فشار زياتولو په موخه له کډوالو د وسيلې په توګه استفاده وکړي. نوموړي پرون په لېتوانيا کې د دغه هېواد له لومړي وزير انګريډا سيمونيته ...

Read More »

اسلام‌اباد کې درې افغانان چې جرمني ته په جعلي اسنادو روان وو، نيول شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې پرون يک‌شنبه د (لړم په ۳۰مه) يې د دوو ميرمنو په ګډون درې تنه هغه افغانان وګړي نيولي چې غوښتل يې جرمني ته په جعلي اسنادو لاړ شي. د يادو نيول شويو کسانو نومونونه شېبه امين، نېدا خروټې او باعېث خروټی ښوودل شوي دي. چاروکو ...

Read More »

طالبانو د افغانستان پر رسنيو تازه بنديزونه وضعه کړل

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عنی‌المنکر وزارت د رسنيو په اړه په يوه تازه اقدام کې د افغانستان پر رسنيو د يوه ۷ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک په ترڅ کې يو لړ بنديزونه وضعه کړل. په دې بنديزونو کې ويل شوي چې رسنۍ دې داسې فلمونه او ډرامې نه ...

Read More »

د سعودي عربستان پر څو ښارونو د هوثي وسله‌والو د هوايي بريد ادعا

په يمن کې فعالې هوثي وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د (لړم په ۲۹مه) يې د بې‌پېلوټه الوتکو پر مټ د سعودي عربستان پلازمېنې رياض په ګډون پر څو ښارونو ۱۳ راکېټونه ويشتلي دي. د دې ډلې وياند يحی ساري پرون د يوه خبري کنفرانس پرمهال ...

Read More »

اسټين: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز کوو

د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټين وايي، په اوس کې يې هم د افغانستان په شمول په ټولو نړۍ کې تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې دی. نوموړي چې پرون شنبه د (لړم په ۲۹مه) يې په بحرېن کې يوې امنيتي غونډې ته خبرې کولې وويل، د افغانستان په شمول ...

Read More »

ټي‌ټي‌پي پاکستان ته په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر د پرانيستو شرط وړاندې کړی

د پاکستان ايکسپرېس ټرېبين ورځپاڼې خبر ورکړی چې پاکستان حکومت د سولې مذاکراتو په بدل کې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري په وړاندې شويو شرطونو کې، يو هم د يادې ډلې له لوري په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر پرانيستل دي. ايکسپرېس ټرېبيون په خپل راپور ...

Read More »

هند کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰ تنه مړه او ورک شوي

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي اندرا پردېش ايالت کې د زياتو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې ځاني زيان هم اړولی دی. د راپورونو له مخې د تېر جمعې په ورځ په ياد ايالت  کې دوه بسونه چې سوارلۍ په کې وې، ...

Read More »

پي‌ټي‌اېم د علي وزير خلاصون په موخه په کووېټه کې د پراخ ولسي اعتراض اعلان وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د روانې نومبر په ۲۸ به په کووېټې کې د دغه غورځنګ مخکښ علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نيول شويو غړيو د خلاصون په موخه پراخه ولسي اعترضيه غونډه ...

Read More »

وانګ يي: د افغانستان وچه مېوې پېرل د چين په لومړيتوبونو کې دی

په کابل کې د چين سفير وانګ يي وايي، په چين کې د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې توګه ځڼغوځيو ته د خلکو لېوالتيا خورا ډېره ده. نوموړی زياتوي چې دې لېوالتيا په پام سره، د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې ډول د ځڼغوځيو پېرل د چين لپاره ...

Read More »