د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تازه ۲۰۳ کسان په کرونا وېروس د اخته کېدو او ۸ تنه د مړه شوو خبر ورکړی دی. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۹۰۹ ته ...
Read More »Yearly Archives: 2021
لویې څارنوالۍ د رشوت اخیستلو په تور درې تنه نیول شوي سناتوران په ضمانت خوشي کړي
د افغانستان لویه څارنوالي وايي،هغه درې تنه سناتوران چې د رشوت اخیستلو په تور یې نیول و په ضمانت خوشي کړي دي. لویه څارنوالۍ وايي، د سناتورانو د توقیف موضوع له مشرانو جرګې سره هم شریکه شوې وه، خو مشرانو جرګې تصویب نهکړه. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن ...
Read More »افغان ولسمشر:د ښوونځیو اوسنی نصاب اصلاحاتو او پراخو بدلونونو ته اړتیا لري
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د افغانستان د ښوونځیو اوسنی نصاب اصلاحاتو او پراخو بدلونونو ته اړتیا لري. ولسمشر غني پرون شنبې (د مرغومي ۱۳) د پوهنې وزارت له سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي سره کتلي ټینګار کړی چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو بشپړ او هر اړخیز ملاتړ کوي. ...
Read More »اسدالله خان په ټي ۱۰ لیګ کې د «ډکن ګلاډیټیر» د لوبډلې روزونکی ټاکل شوی
د افغانستان پخوانی کرکټر او د کرکټ بورډ پخوانی سرپرست اجراییوي رییس اسد الله خان د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د دکن ګلیډیټر لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. د ډکن ګلیډیټیر په لوبډله کې د شهزاد او ظاهر خان په ګډون د نړۍ ځینې خورا مشهور ...
Read More »امیتابچن؛ راتلونکي فلم کې د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي
امتابچن دا ځل د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي. اميتابچن چې د باليووډ سېنما د پلار لقب لري غواړي په روان کال کې د سورج باراتيا په نوم ډايريکټر سره ګډ کار وکړي. بچن اوسمهال په يوې تلوېزيوني خپرونې بوخت دی،که څه هم نوموړي ته له ډېر ...
Read More »امرالله صالح؛ د بې اسنادو موټرونو له لارې ۱۵۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته راغلي
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، تر اوسه ۱۵۰۰ میلیون افغانی څخه زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له لارې د دولت خزانې ته راغلي. امرالله صالح نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) د شپږنیمو بجو په غونډه کې ویلي، چې د مالیي وزارت څخه د معلوماتو پر ...
Read More »د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان وکړ
د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان کړی. په دغه هېواد کې له څو کلونو راهېسې د مرګ سزا ځنډول شوې وه، خو پرون شنبې د جنوري ۲ (مرغومي ۱۳) حکومت اعلان وکړ چې دا سزا یې بیخي ختمه کړه. د قزاقستان د جمهوري ...
Read More »د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر په ۱۳ میاشتو بند محکوم شو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني د وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې په تور په ۱۳ میاشتو بند محکوم شوی دی. د افغانستان سترې محکمې پرون شنبې (د مرغومي ۱۳مه) د خپلې درې ورځنۍ علنۍ غونډې په وروستۍ ورځ کې وویل چې ښاغلی شهراني یې ...
Read More »پاکستاني چارواکي؛ افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو لرل به پاکستان په سوادګریز مرکز بدل کړي
پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو لرل به پاکستان په سیمه کې په سوداګریز مرکز بدل کړي. د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار عبدالرزاق ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ...
Read More »مولانا فضل الرحمان؛د پاکستان لومړي وزیر ته د جنورۍ تر ۳۱مه وخت ورکړی چې استعفا ورکړي
د جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ حکومت ته د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ تر ۳۱مې وخت ورکړی دی چې استعغا ورکړي. دا اعلان دوه ورځې وړاندې د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان په لاهور کې د تحریک د مشرتابه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس