Home » 2021 (page 150)

Yearly Archives: 2021

په تاجکستان کې جوماتونه بېرته پرانیستل شول

رویداد خبري آژانس

په تاجکستان کې پرون تر ۹ میاشتني ځنډ وروسته د لمونځ کوونکو پرمخ د جوماتونو دروازې بېرته پرانیستل شوې. دغه جوماتونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د لګول شویو محدودیتونو له کبله تړل شوي وو. اوس د تاجکستان حکومتي چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد ...

Read More »

په تخار کې د اوبو کانال جوړېږي

رویداد خبري آژانس

په تخار ولایت کې د اوبو د يو لوی کانال د جوړېدو کار پیل شوی، چې په بشپړېدو به یې د شاوخوا ٢١ کلیو د اوبو ستونزې هوارې کړي. د جوی دراز په نوم دا کانال نږدې ۱۵ کلیومتره اوږدوالی لري، چې د ایستلو چارې یې پیل شوي دي. چارواکي ...

Read More »

مینه پال: افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلو نه ده

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلونه ده. نوموړي زیاته کړې چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او په خبره یې ولسمشر به د ...

Read More »

بلخ کې ۱۵ طالبان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې، په پوځي عملیاتو کې، د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ویلي دي چې دا عملیات د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد، تیمورک او مسګران کلیو کې شوي، په ترڅ ...

Read More »

امریکا کې د واورې توپان؛ نیویارک کې اضطراري حالت اعلان شو

رویداد خبري آژانس

 امریکا ختیځه غاړه کې له یکشنبې را هیسې پیل شوې واوره لا سخته شوې او د نیوجرسي، نیویارک او کانټیک ایالتونو ځینې سیمو کې یې د کورونا واکسین چارې ځنډولې دي. په نیویارک او بوسټن کې سلګونه الوتنې ځنډول شوې او اتیا کیلومتره چټک توپان ځینې سیمو کې د واورې ...

Read More »

ډونالډ ټرمپ د استیضاح تر محکمې وړاندې دوه نوي مدافع وکیلان وګمارل

رویداد خبري آژانس

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په سنا کې د خپلې استیضاح د محکمې لپاره دوه نوي مدافع وکیلان وټاکل. د ښاغلي ټرمپ د دفتر په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د تلویزیون حقوقي مبصر ډیویډ شوین او د پنسلوانیا د ولسوالۍ پخوانی څارنوال بروس کاستر ...

Read More »

ټي ۱۰لیګ؛ ډیلي لوبډلې دکن ګلیډیټرز ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه

رویداد خبري آژانس

رحمان الله ګربز پرونۍ لوبه کې یو ځل بیا ښه وځلېده چې د دکن ګلیډیټرز پر وړاندې یې ډیلي بولز لوبډلې ته په سوپر لیګ کې بریا ورپه برخه کړه. د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ د سوپر لیګ لوبه کې د دکن ګليډیټرز او ډیلي بولز لوبډلې مخ شوې. په ...

Read More »

میانمار کې له کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

رویداد خبري آژانس

د میانمار پوځ د دغه هیواد کنټرول په لاس اخیستی او د یوه کال لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړی دی. د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د میانمار یو پوځي تلویزیون نن دوشنبه فبروري ۱ (سلواغې ۱۳) دغه خبر ورکړی دی. د میانمار پوځ په دغه ...

Read More »

طالبان: که بهرني سرتیري ونه وتل، جګړه روانه ساتو

رویداد خبري آژانس

یوه ورځ‌ وروسته له هغه چې د ناټو ځینو چارواکو وویل داسې نه ښکاري چې د مۍ میاشتې پورې به د دوی ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان وايي که بهرني ځواکونه ونه وتل،‌ خپله جګړه به روانه وساتي. ایران ته تللي‌ د طالبانو د پلاوي غړي وايي‌ چې له ...

Read More »

تاشکند له بین الافغاني خبرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی

رویداد خبري آژانس

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي دي. په دې لیدنه کې چې تېره ورځ ترسره شوه پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې ...

Read More »