یونان هڅه کوي هغه ۱۴۵۰مهاجر چې اوسمهال ددې هیواد د لیسبوس ټاپو او د نورو ټاپوګانو د مهاجرو په مرکزونو کې اوسیږي بیرته ترکیې ته واستوي. د یونان د مهاجرت د چارو وزیر نوټیس میتاراچې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۵) پر انقرې غږ وکړ چې د اروپایي ...
Read More »Yearly Archives: 2021
نی:۲۰۲۰ کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۳۰ قضیې په افغانستان کې ثبت شوي
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) په یو تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. د دغې ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) خبریالانو ته وویل چې په دغه ...
Read More »جو بایډن له کووید-۱۹؛د مبارزې لپاره د اقتصادي مرستو اعلان وکړ
د امریکا متحده ایالالیتونو منتخب ولسمشر جو بایډن له کووید-۱۹ سره د مبارزې تر نامه لاندې د اقتصادي مرستو اعلان وکړ چې له مخې به یې د واکسین ورکول زیات او له دغه ناروغۍ څخه به د اقتصادي اغېزو مبارزه کوي. د بایډن د دغو اقتصادي مرستو له مخې، به ...
Read More »د ګازرو روغتیا ګټې
۱: یوه ګازره په زیاته اندازه ویټامین A لري، دا ویټامین ستاسو د لید په ځواکمنتیا کې پوره مرسته کوي. د A ویټامین ستاسو د بدن دفاعي ځواک په پیاوړتیا کې ډير ارزښتناک رول لوبوي. همدارنګه د A ویټامین د ماشومانو د ودې د بهیر لپاره ډير اړین او ارزښتمند دي. ...
Read More »د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ۳ مهمې پروژې پرانیستل شوې
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لورې پرانیستل شوې. د یادو پروژو په لړ کې د نوري فایبر، د اقینې او اندخوی ۳۰ کیلو مټره رېل پټلۍ، او د ۵۰۰ میګاولټه برښنا پرانیستنه وشوه. دغه مراسم چې د فاریاب ولایت اندخوی ...
Read More »دفاع وزارت:هلمند کې د طالبانو له زندان څخه ۱۳ کسان خوشې شول
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې تیره شپه د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې افغان کومانډو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی دی. دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو له دغه زندان څخه ۱۳ تنه خوشې شوې دي، چې لویه برخه یې ملکي ...
Read More »امریکا کې په تېرو ۷ لسیزو کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه اعدام شوه
د لومړي ځل لپاره په تیرو ۷۰ کلونو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه ښځه د فدرال محکمې په حکم اعدام شوه. د جنورۍ په ۱۳ (مرغومي ۲۴) د چهارشنبې په سهار په یوه بجه او ۳۱ ثانیو د وژونکو درملو په پیچکارۍ کولو سره د ۵۲ کلنې ...
Read More »افغان حکومت د مولانا د پلار خانقاه او ابو ریحان ته منسوب زیارت بیا رغوي
د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین ولد خانقاه او دغه راز په غزني کې د ابوریحان البیروني مزار بېرته ورغوي. د یاد وزارت د خپرونو مرستیال عبدالمنان شیوای شرق له ...
Read More »د امریکا د استازو جرګې ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره استیضاح کړ
وروسته تر هغه چې د ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګرس برید وکړ د استازو جرګې ټرمپ د دغه اعتراض کوونکو د هڅونې په تور د دوهم ځل لپاره استیضاح کړ. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرس د استازو جرګې تېره ورځ د ټرمپ د ...
Read More »صالح: له دې وروسته د موټرونو له پلېټونو د ۳۹عدد لرې کېږي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي له دې وروسته د موټرونو له پلېټونو د ۳۹ عدد لرې کوي. امرالله صالح وايي د ترافیکو چارواکو ته یې لارښوونه کړې ده چې له دې وروسته باید د ۳۹ عدد د موټرونو له پلېټونو لرې شي ځکه د فساد زمینه یې برابره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس