د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي پرون مازیګر په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې د دوو هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار رسنیو دفتر پرون د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه نېټه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ...
Read More »Yearly Archives: 2021
فرهاد عظیمي: مزار شریف کې د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي
د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي د یوه تښتول شوي ماشوم د موندنې د عملیاتو په لړ کې د یوې مشکوکې ښځې په ګډون ۲۱ کسان نیول شوي دي. دغه ماشوم درې میاشتې وړاندې په مزار شریف ښار کې وتښتول شو چې تر اوسهیې د موندلو لپاره هڅو نتیجه نهده ...
Read More »آنتون بلینکن: د امریکا او طالبانو هوکړه په هر اړخیزه توګه اروزل کېږي
د امریکا د نوي جوړېدونکي حکومت د بهرنیو چارو وزارت نومول شوی وزیر وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون په هر اړخیزه توګه ارزول کېږي. آنتون بلینکن امریکایي سناتورانو ته د خبرو پر مهال ویلي تر دې دمه ددغه تړون له جزیاتو په بشپړه توګه نه دی خبر. بلینکن ...
Read More »سویس حکومت رایه ورکوونکو ته: په حجاب بندیز مه منئ
د سویس حکومت رایه ورکوونکي هڅولي دي چې د مارچ د میاشتې په ۷ نېټه دې په عمومي ټولپوښتنې کې پر حجاب/بورقې د بندیز د وړاندیز په خلاف رایه ورکړي. که دا وړاندیز ومنل شي نو مسلمانې ښځې نشي کولی چې په حجاب کې ټول مخ پټ کړي. د سویس ...
Read More »ننګرهار کې پر۲۶۶ بزګرانو کرنیزې توکي ویشل شوي
د افغانستان دکرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي له دويم ملي لومړيتوب څخه د ملاتړپروژې(SNaPP2) له خوا دننکرهار ولايت په ۱۰ ولسواليو کې پر ۲۶۶ بزکرانو چې کرنيز تړونونه يې ترسره کړي و کرنيزې توکي ووېشل شول. د کرنې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له ...
Read More »ملانیا ټرمپ:تاوتریخوالی هیڅکله د حل لار نه ده
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ له سپینې ماڼۍ سره د مخه ښې په مناسبت وینا کې د ټرمپ د پلویانو وروستي عمل ته په اشارې ویلي، چې که څه هم پر کانګرس ماڼۍ یرغل او ځینې نور پارونکي اقدامات له هېواد سره له لیونۍ مینې پرته ...
Read More »سیف د چلډرن: ١٠ میلیونه افغان ماشومان د خوړو نشتوالي له خطر سره مخ دي
سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ اداره وایې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي. د ماشومانو د ملاتړ ادارې نن سې شنبه د جنورۍ۱۹ (مرغومي ۳۰) په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې څه باندې ۱۸ ...
Read More »کرنې ریاست: هلمند کې د هوږې حاصلات زیات شوي
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت په زیاته ځمکه هوږه کرل شوې وه،چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه زیاته شوې وه. دافغانستان د کرنې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست د مالوماتو له ...
Read More »لغمان کې د ګلپيانو حاصلات څه باندې ۲۲زره ټنو ته رسېدلي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي. د کرنې وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته ...
Read More »روغتیا نړیوال سازمان د کووید-۱۹ واکسین پر وېش نیوکه کړې
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، شتمن هېوادونه د کووید-۱۹ ضد واکسین په وېش کې بې عدالتي کوي چې دا به د یو ستر ناورین سبب شي. د ورغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومي۲۹) یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس