Home » 2021 (page 158)

Yearly Archives: 2021

طارق ارین:طالبانو د خپلو جنایتونو لپاره بېلابېلې لارې خپلې کړې

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي طالبانو د خپلو جنایتونو د عملي کولو لپاره بېلابېلې لارې خپلې کړې دي. طارق ارین پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، پولیسو د کابل په اتمه حوزه کې یو مستري نیولی چې په دولتي موټرو کې یې ماینونه ځای پر ځای ...

Read More »

افغان لوبډلې په دوهمه سیالۍ کې هم ایرلېنډ ته ماته ورکړه

رویداد خبري آژانس

د افغانستان کرکټ ملي ټیم په دوهمه سیالۍ کې هم ایرلېنډ لوبډلې ته ورکړه. یاده سیالۍ پرون یکشنبې په ورځ جنورۍ۲۴ (سلواغې ۵) د ابوظبي په شیخ زاید سټډیوم کې وشوه افغان لوبغاړو د ایرلنډ ۲۶۰ منډې هدف په ۴۵ اوور کې پوره کړ. د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه ...

Read More »

دفاع وزارت:بلخ کې ۱۶ طالبان ووژل شول

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د بلخ ولایت په “شولګرې” ولسوالۍ کې ۱۶ تنه طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي:” تېره شپه طالبان د بلخ ولایت “شولګرې” ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو ...

Read More »

سیګار:د کابل هوایي ډګر له VIP لارې بهر ته د نغدو پیسو قاچاق روان دی

رویداد خبري آژانس

د امريکا د ځانګړې پلټونکي يا سيګار ادارې ویلي چې،د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي. د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار ادارې پخپل تازه راپور کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه په VIP ...

Read More »

نبیل: امریکا دې طالبانو ته تر دې ډېر امتیازارت نه ورکوي

رویداد خبري آژانس

امریکا دې طالبانو ته تر دې ډېر امتیازات نه ورکوي او دغه ډله دې اړ کړي چې جګړې ختمې کړي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د سولې له اوسني بهیر ښکاري چې هر څه د طالبانو او ...

Read More »

اسراییلو او اماراتو د یو بل په خاوره کې سفارتونه پرانیستل

رویداد خبري آژانس

متحده عربي اماراتو او اسراییلو د یو بل په پلازمینو کې خپل سفارتونه پرانیستي دي. د اسراییلو حکومت ویلي چې له متحده عربي اماراتو سره یې د اړیکو تر جوړېدو وروسته په دغه هېواد کې خپل سفارت پرانیستی دی او د ديپلوماتیکو اړیکو د لا ښه کېدو لپاره به هڅې ...

Read More »

دفاع وزارت: کندهار کې ۳۸ طالبان ووژل شول

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالی کې ۳۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعاه کړې ده. د دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، کندهار ولایت”ارغنداب” ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تېره ورځ د بېلابېلو سیمو څخه د افغان ځواکونو ...

Read More »

افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له بيا کتنې هرکلى وکړ

رویداد خبري آژانس

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د نوي ولسمشر د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې ویلي یې دي د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې بیاکتنه کوي. د سولې په چارو کې د دولت د وزارت یوه معین عبداله خنجاني په دې اړه نن په ...

Read More »

ننګرهار کی ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

رویداد خبري آژانس

د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کی، د ننګرهار په بهسودو ولسوالی کې ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل. د دغو شنوخونو د پرانستې په غونډه کې انور الحق احدي خبریالانو ته وویل: ” دغه شنې خونې د ننګرهار ...

Read More »

کابل کې د ننني برید هدف د مرکزي بانک یو رییس و

رویداد خبري آژانس

د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د هېواد د مرکزي بانک یو رییس ټپي شوی دی. د افغانستان د مرکزي بانک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په نننۍ چاودنه کې د مرکزي بانک د منازعاتو د حل د کمېټې رییس او موټر چلوونکی یې ټپي شوي ...

Read More »