په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوليسو وسلهوال بريد شوی چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. پېښه ځايي چارواکو هم تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد بريد بېګا د شپې ناوخته ډېورنډ کرښې ته څېرمه د غلام خان په ...
Read More »Monthly Archives: دسمبر 2021
شهزاده سرای کې ۲۱ کسيزه ډله نيول شوې چې ډالر يې قاچاق کول
اسلامي امارت خبر ورکړی چې د صرافيو په لوی ماکېټ شهزاده سرای کې يې د ډالرو د قاچاقبرو يوه ۲۱ کسيزه ډله نيولې او په خبره يې دې ډلې غوښتل ډالر پاکستان ته قاچاق کړي. دا خبر د کابل امنيه قومندانۍ وياند جنرال مبين هم په خپل ټوېټر خپور کړی ...
Read More »زېلينسکي: پر اوکراين له بريد وړاندې دې پر روسيې بنديزونه وضعه شي
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلينسکي وايي، د روسيې او اوکراين ترمنځ پر پوله موجوده وضعيت ته پام سره اړتيا ده چې اروپايي ټولنه پر اوکراين د روسيې له بريد وړاندې پر نوموړي هېواد بنديزونه وضعه کړي. نوموړي د اروپايي ټولنې له مشرانو سره په لېدنه کې ويلي، د اوس لپاره ...
Read More »کابل کې يو ډالر تر ۹۴ افغانيو ته ښکته شوی
د افغانيو پر وړاندې د امريکايي ډالر نزولي حالت په ترڅ کې چې له پرون چهارشنبې راهيسې پيل شوی، نن پنجشنبه د (لېندۍ په ۲۵مه) يو ډالر د ۹۴ افغانيو په مقابل کې تبادله شو. له پرون راهيسې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت نزولي حالت غوره کړی او ...
Read More »قرېشي: نړيواله ټولنه دې د افغانستان په يوازې پرېښودو سره تاريخي تېروتنه نه کوي
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي يو وار بيا خبر ورکړی، که نړيواله ټولنه له افغانستان سره همکاري ونه کړي، نو دغه هېواد بېرته د بېثباتۍ خوا ته تلونکی دی. نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، پاکستان هڅه کوي چې نړيوال دې ته قانع کړي، ...
Read More »د مالېزيا په سواحلو کې د کډوالو يوې کيښتۍ ډوبېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۵ نادرکه دي
د اندونيزيايي کډوالو يوه کښتي پرون چهارشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۴مه) د ماليزيا په سواحلو کې اوبو ډوبه کړې، چې په ترڅ کې يې ګڼ کسان مړه شوي دي. په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، د کډوالو په ياده کيښتۍ کې ټولټال ۵۰تنه سپاره ول چې ...
Read More »طالبان: په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو هڅې روانې دي
د طالبانو لوړپوړو چاروکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د يوه داسې حکومت د جوړولو لپاره يې هڅې جاري ساتلي، چې په کې د دغه هېواد ټول اقشار خپل ونډه احساس کړي. دا خبرې د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي پرون ناوخته په کابل کې د ايران له سفير ...
Read More »پوتين: د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو نوی موډل رامنځته شوی
د روسيې او چين ولسمشرانو نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) په انلاين ډول په خپلو کې سره ولېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو پر زياتوالي خبرې وکړې. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل چينايي سيال شيجينګ پينګ سره په خبرو کې ياده کړه، چې د ...
Read More »چينايي چارواکي: له افغاستان سره به د چين بېړنۍ بشري مرستې دوام ولري
چينايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعيت په کتو به، د چين له لوري افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې د راتلونکي لپاره هم دوام ولري. د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينګبېنګ نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) ويلي، چين او افغانستان په سيمه کې د ...
Read More »عربي اماراتو له امريکا د وسلو اخيستو ۲۳ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې وځنډولې
په واشنګټن کې د عربي اماراتو سفارت خبر ورکړی چې له امريکا سره يې د هغې ۲۳.۳۷ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې ځنډولي دي، چې له مخې يې امريکا د F-35 پرمختللو جيټ الوتکو په شمول دفاعي مهمات پر عربي اماراتو پلوري. اسوشيېټيډ پرېس د عربي اماراتو سفارت له ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس