Home » 2021 » دسمبر (page 10)

Monthly Archives: دسمبر 2021

برېتانيا: جي۷ هېوادونو دې د روسيې خلاف يو موټی شي

بريتانيا د روسيې اوکراين ترمنځ پر روان جنجال اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د روسيې له لوري د اوکراين خلاف هر ډول نظامي اقدام به يې ستراتيژيکه تېروتنه وي. دا څرګندونې د برېتانيا بهرنيو چارو وزيرې لېز تروس د پياوړو اقتصادي قدرتونو يا جي۷ غونډې پرمهال په لېورپول ...

Read More »

بريتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه مرستې اعلان کړی

برېتانوي چارواکو خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه په اندازه مرسته کول غواړي. دغه مرسته چې د بريتانيا له لوري تازه اعلان شوې، ۹۹.۵ ميليونه ډالر کېږي او په افغانستان کې ۱.۸ ميليونه وګړو ته په بشري برخه کې بسنه کولی شي. دغه اعلان ...

Read More »

امريکا د نوې مقررې له مخې افغانستان ته د پيسو پر لېږد ډېر محدوديتونه لرې کړل

د امريکا متحده ايالاتو داسې مقرره ترتيب کړې چې له مخې يې افراد او هغه شرکتونه چې د پيسو د لېږدولو مسووليت لري کولی شي، چې افغانستان ته پيسي ولېږدوي. دغه مقرره د امريکا د خزانې وزارت له لوري د (لېندۍ په ۱۹مه) خپره شوې ده. د دې مقررې له ...

Read More »

جرمني په خپلو هېواد کې د ۲۵زره افغانانو د منلو اعلان وکړ

جرمني اعلان وکړ چې د اروپايي هېوادونو له لوري د ۴۰زره افغانانو د منلو له هوکړې سره سم به، دغه هېواد له ياد شمېر ۲۵زره افغانانو ته په خپل هېواد کې پنا ورکړي. د دغه هېواد چارواکو ويلي، د هغو افغانانو پنا غوښتنه مني چې د په افغانستان کې د ...

Read More »

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له امله بشري ناورین

لیکوال صدیق الله احمدزی د ۲۰۲۱ کال د اګیست میاشتې راپدېخوا کله چې طالبان بېرته ته واک ته ورسېدل، ډېر شمېر خلک له فقر او بېوزلۍ سره مخامخ شوي. د نړیوال بانک د تخمیني شمېرو له مخې، د جمهوریت له سقوط وروسته د فقر کچه ۹۰ سلنې ته پورته شوې ...

Read More »

مجاهد: تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو ښاخ نه دی

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې په کې ادعا شوې، له ډيورنډ کرښې پورې غاړه فعاله د تحريک طالبان پاکستان ډله هم د اسلامي امارت ښاخ دی. د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد له عرب نيوز سره په مرکه کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري خپرې شوې هغې ...

Read More »

د امريکا په څو ايالتونو کې توپانونو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي

امريکايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په څو سوېلي ايالتونه پرون جمعه او نن شنبه د (لېندۍ په ۲۰مه) د سختو توپانونو شاهدان وو. د کينتاکي والي انډې بيشيير رسنيو ته ويلي، توپانونه چې توند باد يې هم ملتيا کوله په کينتاکي او څېرمه نورو ايالتونو کې خلکو ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د ځمکې پر سر قومي شخړې له امله ۶ تنه وژل شوي

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي، په ميرعلي کې د عيدک او بوراخېلو دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او په ترڅ کې يې ۶ تنه وژل شوي دي. ځايي اوسېدونکو ويلي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی. دوی ټينګار کړی چې ...

Read More »

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سبانۍ لويه غونډه کې پر څه خبرې کېږي؟

ټاکل شوې چې سبا يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) چې د روانې ډيسمبر له ۱۲مې سره برابره ده، پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان اړوند په ټانک سيمه کې لويه ولسي غونډه ترسره کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي اسد قرار له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، ...

Read More »

اردوغان: افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې لومړيتوب دی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، دامهال افغانستان جدي بشري مرستو ته اړتيا لري او په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې په لومړيتوبونو کې ځای لري. نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) په استامبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې ...

Read More »