Home » 2021 » دسمبر (page 2)

Monthly Archives: دسمبر 2021

فرانس پرېس: د افغانستان لپاره ۲۰۲۱ زېږديز کال له ننګونو ډک و

د فرانسې خبري ژانس په يوه څېړنيز راپور کې د افغانستان وضعيت ته کتنه کړې او په کې يې د ۲۰۲۱ زېږديز کال په ترڅ کې د افغانستان وضعيت ارزولی دی. په دې راپور کې راغلي، دا مهال افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د ژمې له ...

Read More »

اسرائيلو د سوريې پر يوه مهم بندر د توغنديو بريد کړی

د سوريې دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې د نن سې‌شنبه (مرغومي په ۷مه) اسرائيلي ځواکونو د دغه هېواد پر مهم لاذقيه بندر څو توغندي ويشتي دي. د راپورونو له مخې په دې بريد کې بندر ته څېرمه د ودانيو په خرابېدو سره مالي زيان اوښتی، خو د ځاني زيان ...

Read More »

اوکراين کې عامو خلکو د روسيې له احتمالي بريد د دفاع په موخه پوځي تمرينونه پيل شوي

په داسې حال کې چې د اوکراين او روسيې ترمنځ پر پوله لا هم لانجې دوام لري، تازه په اوکراين کې د روسيې احتمالي بريد د دفاع په موخه يو شمېر عامو خلکو ته پوځي تمرينونه پيل شوي دي. په دې پوځي تمرينونو کې د پوهنتون محصلان، څېړونکي او ترکاڼان ...

Read More »

پوتين: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د امنيتي تهديدونو اندېښنه پر ځای ده

د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين يو وار بيا د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د امنيتي تهديدونو په اړه اندېښنه ښودلې زياته کړې يې ده، چې ياد تهديدونه د روسيې متحدانو پر وړاندې ننګونه ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر پوتين دا څرګندونې د ...

Read More »

سوماليې ولسمشر د لومړي وزير دنده ځنډولې؛ خو لومړی وزير يې کودتاه بولي

د سوماليې ولسمشر محمد عبداللهي اعلان کړی چې د يو لړ څېړنو په ترڅ کې داسې شواهد موندل شوي، چې ښيي د دغه هېواد لومړی وزير حسېن روبل پر فساد ککړ دی. نوموړي په دې اړه يوه اعلاميه کې چې نن دوشنبه د (مرغومي ۶مه) يې خپره کړې ويلي، څېړنې ...

Read More »

انس حقاني: د حکومتولۍ لپاره بايد د تنګ نظرۍ پر ځای پراخه سينه موجوده وي

د اسلامي امارت غړی انس حقاني وايي، د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو سره سم عمومي بښنه اعلان شوې او له پخوانيو مطرحو څېرو سره لېدنې بايد د اسلامي امارت پر مسوولانو د بې‌باورۍ په مانا نه وي. نوموړي چې نن دوشنبه د (مرغومي په ۶مه) يې ...

Read More »

ستانکزی: نور بايد جګړه بنده او پر ځای يې د داخلي ستونزو پر حل کار وشي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان له يوې بلې جګړې وژغورل شي او داخلي ستونزو ته د حل لارو پر پيدا کولو فکر وشي. نوموړي چې نن دوشنبه‌ د (مرغومي په ۶مه) يې په لوګر کې پر ...

Read More »

“د برېتانوي ځواکونو له نيمايي زيات افغان همکاران لا هم په افغانستان کې اېسار پاتې دي”

اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، لا هم زيات شمېر هغه افغانان په افغانستان کې اېسار پاتې دي چې په تېرو کلونو کې يې له برېتانوي سرتېرو سره په دغه هېواد کې همکاري کړې ده. د راپور له مخې، دغه کسان ژباړونکي او اداري کارکوونکي دي ...

Read More »

د سعودي په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په يمن کې د هوثيانو پر مرکز هوايي بريد کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پرون يک‌شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې په يمن کې يې د هوثي وسله‌والو پر مرکز هوايي بريد کړی دی. دې اېتلاف ويلي، تازه هوايي بريد يې په پلازمېنه صنعا کې د التشريفات په نوم د هوثي وسله‌والو د وسلو پر ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د بېلابېلو بريدونو پرمهال ۸ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې د درېيو بېلابېلو وسله‌والو بريدونو په ترڅ کې ۸ تنو پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ويلي چې دغه بريدونه د شمالي وزيرستان اړوند په (شوې) سيمه کې شوي دي. ځايي چاروکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په يادو درېيو ...

Read More »