ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان تېر نظام يو چارواکی نظامالدين قيصاري يې افغان وګړو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نيولی دی. د ايران د وګړو او کډوالو چارو وزارت د دارالانشاء مسوول مهدي محمودي رسنيو ته ويلي، قيصاري د دې ترڅنګ چې افغان وګړو ته ...
Read More »Monthly Archives: نوومبر 2021
امريکا: په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو له روسيې سره خبرې شوي
امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د امريکا او روسيې ګډو ګټو په موخه يې د روسيې له چارواکو سره خبرې او سلا مشورې کړې دي. د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د يادو خبرو لپاره يې پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۲۴مه) په مسکو ...
Read More »ننګرهار کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه بڼونه جوړېږي
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د نويو بڼو د جوړولو چارې پيل کړې چې په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه بشپړ شي. د کرنې رئيس عبدالستار وايي چې دا بڼوبه په کوټ، اچين، خوږياڼو، روداتو، چپرهار، درهنور، بټي کوت، لعلپورې، مومندرې، ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوام سره تازه دوه وژل شوي
د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د ځوانانو او قومي مشرانو هدفي وژنې لا هم دوام لري او زياتوي چې پرون سېشنبه د (لړم په ۲۴مه) په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه کسان د نامالومو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي. د يادو دوو کسانو وژل ...
Read More »ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي
ټاکل شوې چې سبا سېشنبه د (لړم په ۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي. د راپورونو له مخې په دې ناسته کې به پر بشري حقونو سربېره له افغانستان سر پر بشري مرستو او دې هېوادو ته د مرستو رسولو پر ...
Read More »بولټن: له افغانستانه د ځواکونو ويستلو په امريکا کې د جوبايډن محبوبيت کم کړی
د امريکا پخواني ملي امنيت سلاکار جان بولټن يو وار بيا د ولسمشر جوبايډن پر پرېکړه چې له مخې يې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو سرتېري ويستل شوي، نېوکه کړې او ويلي يې دي چې دا پرېکړه له وخت مخکې وه. نوموړي له سکای نيوز سره په تازه ...
Read More »کندهار کې د داعش پر وړاندې عملياتو کې يادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
فرانسې خبري اژانس د اسلامي امارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کندهار په څلورو ولسواليو کې يې د داعش ډلې پر ضد عمليات ترسره کړې دي. په راپور کې د کندهار امنيه قومندان عبدالغفار محمدي له قوله ويل شوي، يادو عملياتو چې د دوشنبې تر ورځې د ...
Read More »منظور پښتين: که علي وزير او نور کسان له بند ازاد نه شي، اسلاماباد ته پر اعتراض ځو
د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان پرون د (لړم په ۲۳مه) په کووټې، پېښور او کراچۍ کې راټول شوي وو او د علي وزير په شمول يې د دغه غورځنګ د نيول شويو غړو د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په پېښور ...
Read More »ايران: يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د نيابتي جګړې پيلولو هڅه کوي
ايراني چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته بيا ځينې هېوادونه غواړي چې دغلته نيابتي جګړه پيل کړي. د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته خپل سفر په ترڅ ويلي، يو شمېر هېوادونه سر له اوسه په دې هڅه کې ...
Read More »اسټراليا د کرکټ شل اووريز نړيوال جام اتلولي وګټله
د اسټراليا او نيوزېلنډ کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه د (لړم په ۲۳مه) د يوه او بل پر وړاندې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام په پايلوبه کې سره مخ شوې. د لوبې پچه اسټراليا وګټله او نيوزيلنډ ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. په دې توګه نيوزيلنډ د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس