Home » 2021 » نوومبر (page 4)

Monthly Archives: نوومبر 2021

هند کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰ تنه مړه او ورک شوي

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي اندرا پردېش ايالت کې د زياتو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې ځاني زيان هم اړولی دی. د راپورونو له مخې د تېر جمعې په ورځ په ياد ايالت  کې دوه بسونه چې سوارلۍ په کې وې، ...

Read More »

پي‌ټي‌اېم د علي وزير خلاصون په موخه په کووېټه کې د پراخ ولسي اعتراض اعلان وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د روانې نومبر په ۲۸ به په کووېټې کې د دغه غورځنګ مخکښ علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نيول شويو غړيو د خلاصون په موخه پراخه ولسي اعترضيه غونډه ...

Read More »

وانګ يي: د افغانستان وچه مېوې پېرل د چين په لومړيتوبونو کې دی

په کابل کې د چين سفير وانګ يي وايي، په چين کې د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې توګه ځڼغوځيو ته د خلکو لېوالتيا خورا ډېره ده. نوموړی زياتوي چې دې لېوالتيا په پام سره، د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې ډول د ځڼغوځيو پېرل د چين لپاره ...

Read More »

لوکاشينکا: هو، بېلاروسي ځواکونو له کډوالو سره مرسته کړې څو اروپا ته يې واوړي

د بېلاروس ولسمشر الېکسانډر لوکاشينکا ومنله چې ځواکونو يې اروپا ته له اوښتونکو کډوالو سره مرسته کړې څو د دغه هېواد پولې په اسانۍ سره طی او پولنډ ته په دننه کېدو سره اروپا ته واړوي. نوموړي له بي‌بي‌سي سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، واضېح ده چې کډوال ...

Read More »

امريکايي چارواکي: له افغانستان يو شمېر ايستل شوي افغانان ممکن بيا خپل هېواد ته ولېږل شي

سي‌اېن‌اېن ټلوېزيون د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، امريکا دامهال هغو افغانانو ته په افغانستان کې متوجه خطرونه ارزوي چې د امريکايي ځواکونو له لوري په تېر اګسټ کې ايستل شوي دي. دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط سي‌اېن‌اېن ته ويلي، د يادو افغان کډوالو پر وړاندې ...

Read More »

کاملا هېرېس په لومړي وار د ميرمنې په توګه د ولسمشر دنده ترسره کړه

د امريکا CNN ټلوېزيون راپور ورکړی چې د امريکا مرستيالې ولسمشرې کاملا هېرېس پرون جمعه د (لړم په ۲۸مه) له بشپړ واک او مسووليت سره د يو ساعت او ۲۵ دقيقو لپاره د امريکا د دولت رياست په غاړه اخيستی و. د راپور له مخې، ميرمن هېرېس د امريکا په ...

Read More »

د ماشومانو نړيواله ورځ؛ افغان ماشومان له کومو ستونزو سره مخ دي؟

نن د ډيسمبر ۲۰مه او د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې له ماشومانو څخه په ملاتړ د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي. خو د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق يا UNCEF ويلي، په افغانستان کې ...

Read More »

د طالبانو ليک ته د امريکايي چارواکو غبرګون

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو هغه ليک په غبرګون کې چې څو ورځې وړاندې يې د امريکا له کانګرېس په کې د افغانستان کنګل شويو په خلاصولو سره په دغه هېواد کې د بشري ناورين د مخنيوي غوښتنه کړې وه ويلي، افغانستان له تېر ...

Read More »

د پاکستان کې د نوي قانون له مخې پر جنسي تېري مرتکب کېدونکي کسان خصي کېږي

د پاکستان پارلمان له بحثونو وروسته په دغه هېواد کې د جنسي تېريو د لوړ شوي ګراف راټيټولو په موخه نوی قانون تصويب کړی دی. د دغه قانون له مخې به هغه کسان په عمري بند د محکېدو ترڅنګ د درملو په وسيله هم خصي کېږي، چې د جنسي تېري ...

Read More »

صالح: په اوس‌ کې د پاکستان عمده عايداتي سرچينه داعش ده

په تېر نظام کې مرستيال ولسمشر امرالله صالح وايي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ زېږديز پورې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې د جګړې ميدان تل د پاکستان لپاره مالي او اقتصادي منبع وه، چې له درکه يې مېلياردونه ډالر ترلاسه کړل. نوموړي په دې اړه ...

Read More »