د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون اعلان کړی چې اوسنی ولسمشر شوکت ميرضيايوف د تېرې يکشنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی دی. د کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو پايلو جوته کړه چې ميرضيايو له خپلو ۴ نورو سيالانو زياتې رايې ترسره ...
Read More »Monthly Archives: اکتوبر 2021
اسلامي امارت: له چين سره پر پياوړو سياسي او اقتصادي اړيکو خبرې کېږي
اسلامي امارت وايي، د رئيسالوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر پرون ماښام د (لړم په ۳مه) په دوحه کې د چين له بهرنيو چارو وزير وزير سره لېدلي دي. د اسلامي امارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي له ...
Read More »شنونکي: افغان لوبډلې په نړيوال جام کې لاسته راوړنې يقيني کړې
د کرکټ يو شمېر وتلي شنونکي وايي، افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه د (لړم په ۳مه) د سکاټلنډ لوبډلې پر وړاندې خپله وړتيا او ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په دې توګه يې دا هم يقيني کړه چې د شل اووريز نړيوال جام په روانو لوبو کې ...
Read More »خليلزاد: امريکا د يوه ډيموکراټيک افغانستان په جوړولو کې ناکامه شوه
د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، امريکا وتوانېده چې له ترهګرۍ سره د مبازرې او دغه راز له افغانستان څخه پر امريکا د نورو احتمالي بريدونو د خطر کمولو په برخه کې خپلې موخې ترلاسه کړي؛ خو نوموړي د لومړي ځل لپاره اعتراف کړی ...
Read More »د سوډان پوځ د لومړي وزير په شمول د حکومت لوړپوړي چارواکي نيولي
د سوډان پوځ په يوه تازه اقدام کې د دغه هېواد د لومړي وزير عبدالله حمدوک په شمول د ملکي حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي نيولي دي. که څه هم د سوډان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځينو نړيوالو رسنيو د يو شمېر سرچينو ...
Read More »د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلنډ لوبډلې سره لوبه کوي
د شل اووريز نړيوال جام د سيالو په لړ کې ټاکل شوې نن د افغانستان ملي لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې خپل لومړنۍ لوبه ترسره کړي. د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عسیخېل رسنيو ته ويلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړيوال شل اووريز جام کې د لوبېدو لپاره ...
Read More »منظور پښتين: قبايل تل د پاکستان حکومت له لوري قرباني شوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ او پلويانو پرون د يکشنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) په ميرعلي کې د نوموړي غورځنک مخکښ فعال نوراسلام د شهادت د څلوېښتۍ په مناسبت پراخه ولسي غونډه ترسره کړه. غونډې ته دوينا پرمهال چې په کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويانو برخه اخيستې ...
Read More »راتلونکو چهارشنبه په ايران کې د افغانستان په اړه سيمهييزه غونډه کېږي
په پام کې ده چې د افغانستان په تړاو د سيمې هېوادونو د استازو غونډه راتلونکې چهارشنبه د (لړم په ۵مه) د ايران په کوربهتوب ترسره شي. په دې غونډه کې به د افغانستان اوسني وضعيت په تړاو مفصل بحث وشي. ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د افغانستان په اړه ...
Read More »کرمه ايجنسۍ کې د دوو کليو ترمنځ نښتې له امله ۸ کسان وژل شوي
په قبايلي کرمه ايجنسۍ کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د دوو کليو ترمنخ نښته کې، لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او تر ۱۵ کسانو نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په خبره دغه نښته د ګېدو او پېواړ اوسېدونکو ترمنځ په ځنګله کې د لرګيو وهنې له ...
Read More »اردوغان له ترکيې د لسو هېوادونو د سفيرانو شړلو پرېکړه اعلان کړې
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرېکړه کړې چې د امريکا، جرمني او فرانسې په ګډون دې د لسو هېوادونو سفيران ژر تر ژره له ترکيې ووځي. په دې پرېکړه کې د امريکا، فرانسې، فنلنډ، نيوزيلنډ، جرمني، هالنډ، ناروې، سوېډن، کاناډا او ډينمارک هېوادونو سفيران شامل دي. اردوغان په خپلو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس